اسلام آباد۔28اګست (اے پی پی) امريكا كښې د پاكستان سفير ډاكټر اسد مجيد خان سره د امريكائي سېنېټر لنډسے ګراهم ټېلېفوني تماس ونيولو۔ تېليفوني خبرو كښې دواړو د افغانستان په وضعه او د سيمه ايزې سلامتيا په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ امريكائي سېنېټر له افغانستان څخه د وتلو په عمل كښې د پاکستان د همکارۍ ستاینه وکړه۔ د پاکستان سفیر ووئیل چې په افغانستان کښې د تلپاتې سولې یوازینۍ حل سیاسي جوړجاړې دي ځکه چې پاکستان په افغانستان کښې د بې ثباتۍ له امله تر ټولو ډیر اغېزمن شوے دے۔ هغه ووئيل افغانستان كښې تلپاتے امن د پاكستان په ګټه دے۔ افغانستان كښې تلپاتے امن به منطقه كښې د خوشحالۍ او پرمختګ سبب وګرځي۔ ډاكټر اسد مجيد ووئيل په روانه وضعه كښې پاكستان افغانستان څخه د وتلو په عمل كښې د نړيوالې ورورولۍ بشپره مرسته كوي۔ هغه ووئيل نړيوالې ورورولۍ له به هم افغانستان كښې تلپاتي امن په ځائې كولو له خپل كردار ترسره كول وي