اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پاکستان مستحکم افغانستان لپاره هڅې كوي٬ مونږ د منطقې او نړيوالو قوتونو سره په ګډه كار كوٶ، پخوا افغانستان يوازې پرېښودلے شوے ؤ ٬ نړۍ د ماضي غلطي بيا كوي، هيله لرو چې د پاکستان په مشرۍ كښې د تركيه او د سيمه ايزو هېوادونو د هڅو د لارې د جوړېدونكې حكومت به نړيوال قوتونه هم مرسته وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ غېر ملکي نشرياتي ادارې سره په مركه كښې كړې۔ ده ووئيل پاکستان تر ډېرې مودې د افغانانو سره كار كړے٬ كله چې افغانستان څخه روس ستنون شو نو ډېرې ستونزې وروسته پاتې شوې٬ اوس د امريكې او ناټو ځواكونه د افغانستان څخه په بيړه ستانه شوي ٬ پاكستان په دې چارو نظر لرلے ٬ پاکستان د افغانستان په اړه ذمه وار كردار لوبولے ۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل د كلونو راهسې پاكستان د 35 لكه افغان كډوالو كوربتوب كوي، زمونږ معيشت نور پیټے نشي پورته كولے٬ ، پخوا افغانستان يوازې پرېښودلے شوے ٬ نړۍ د ماضي غلطي بيا كوي۔ ده ووئيل د افغانستان د پېچلي صورتحال په سبب جامع او مخلوط حكومت ضرورې دے٬ د افغان مسئلې حل لپاره د نړيوالې ورورلۍ هڅې ضروري دي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل د موجوده صورتحال په تناظر كښې افغانستان د شدت خوښو تنظيمونو مركز جوړېدل پكار نه دي ٬ مونږ د منطقې او نړيوالو قوتونو سره په ګډه كار كوٶ٬ په افغانستان كښې بدامني نه يوازې پاكستان بلكې نړۍ لپاره هم زيان منده ده۔ ده ووئيل دا مهال د كډوالو كوم بحران نشته٬ زمونږ په پولو د معمول له مخې كار روان دے، مونږ کابل څخه د غېر ملكيانو او په غېر ملكي ادارو كښې كار كوٶنكې راوېستې دي، د پي آئي اے د لارې 4500 كسان د كابل څخه راوتلي دي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل كډوالو لپاره په پوله انتظامات شوي٬ د افغان كډالو پحقله جامع لائحه وضع كړې شوې ٬ د ماضي غوندې صورتحال به نه راپېدا كېږي٬ نړۍ دې د دې چېلنج مخنيوي لپاره د پاكستان مرستې له راوړاندې شي۔ ده ووئيل د افغانستان په اړه د وزيراعظم عمران خان مشوره نظر انداز كړې شوې٬اشرف غني په افغانستان كښې ټولټاكنې ونه كړې٬ جامع حكومت ئې جوړ نه كړو٬ د دې دواړو اقداماتو په نه كولو لوئې ستونزې رامخې ته شوې۔ ده ووئيل پاکستان هڅې كوي چې په افغانستان كښې د يو جامع حكومت ملاتړ وكړے شي، د روسيه، چين ، پاکستان او د افغانستان پشمول ټرائيكا پلس مهم دے٬ په دې لړ كښې د خليجي هېوادونو او ايران كردار هم مهم دے۔ ده ووئيل پاکستان او ترکيه په دې معامله په ګډه كار كوي او پاكستان او تركيه په افغانستان كښې امن غواړي،افغانستان كښې حكومت افغانانو له جوړول دي ٬ په دې لړ كښې پد منطقې او نړيوالو قوتونو لويه ذمه واري جوړېږي۔ ده هيله څرګنده كړه چې د پاكستان په مشرۍ كښې او د تركيه او سيمه ايزو طاقتونو په هڅو د جوړېدونكي حكومت به نړيوال حكومتونه ملاتړ وكړي۔