د کوويډ 19 له امله په ټوله نړۍ كښې د ګرانۍ 50 كلن ريکارډ مات شوے ،نړيواله منډۍ كښې د خوراك د تيلو بيعه 100 فيصده زياته شوې،د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب او د خزانې وزارت وياند مزمل اسلم پرېس کنفرنس ته وينا

image
APP60-011221 ISLAMABAD: December 01 - Farrukh Habib, Minister of State for Information and Broadcasting and Muzzammil Aslam, Spokesperson to the Finance Minister holding a joint press conference. APP

اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب او د خزانې وزارت وياند مزمل اسلم وئيلي دي د کوويډ 19 له امله په ټوله نړۍ كښې د ګرانۍ 50 كلن ريکارډ مات شوے ،نړيواله منډۍ كښې د خوراك د تيلو بيعه 100 فيصده زياته شوې، د فرنس آئل پشمول نورو څيزونو بيعه هم زياته شوې ، په نړيواله كچه د ګرانۍ په وجه هول سيل پرائس انډيکس كښې 27 فيصده زياتوالے راغلے ، په دې كښې شامل څيزونه ټول د بهر نه راغوښتونكې څيزونه دې،په نړيواله كچه په دوه اوونيو كښې د درآمد په څيزونو كښې د كمې اثرات به جنوري او فروري كښې رامخې ته شي، حکومت د خپلو ټيکسونو كمولو سره د پيټروليم مصنوعات بيعه كښې د زياتوالي نه كولو زور پخپله زغملے۔د شورو په ورځ د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب او د خزانې وزارت وياند مزمل اسلم شريك پرېس کنفرنس کولو۔ وزير مملکت فرخ حبيب ووئيل په نړيواله كچه د کورونا له امله په ټوله نړۍ كښې ګراني زياته شوې ، د کوويډ 19 نه پس تر اوسه حالات د معمول له مخې نه دي، پيټروليم او د خوراكي تيلو بيعه ډېره زياته شوې ، د خوراكي تيل يو ټن بيعه 400 ډالره څخه 1300 ډالرو ته رسيدلې ،پاکستان 70 فيصده دالونه درآمدات کوې ځكه د هغې په بيعه د نړيوالې ګرانۍ اثر پريوتے۔ده ووئيل يورو زون كښې ګراني 5 فيصده ، امريکا كښې 6.2 فيصد، کاناډا كښې 4.7 فيصد او دغسې په المان ، فرانس او برتانيه كښې هم ګراني راغلې،د ملګرو ملتونو د خوراك او كركيلې ادارې اوسني رپورټ له مخې نړۍ كښې د ګرانۍ 50 كلن ريكارډ مات شوے، وزيراعظم عمران خان په سپارښتنه وفاق او صوبو كښې په ګرانۍ قابو موندلو له ګامونه پورته كړې كېږي، ده ووئېل په پيټروليم مصنوعات ټيکسز كم كړے شوي ، تر اوسه 400 اربه ټيکسز کم راجمع شوے۔ ده ووئيل د چينو بيعه كمولو لپاره سمدستي ګامونه پورته كړې شوې،په دغه وجه نن هېواد كښې د چينو بيعه يو كلو تر 60 روپو كمه شوې۔ وزير مملکت فرخ حبيب ووئيل سندھ كښې د ګني کرشنګ په اکتوبر كښې پيل كيدلو ،هلته چې كوم كريشنګ كيدو هغه هم ايسار كړے شوے ، د سندھ حکومت ذخيره اندوزو له تحفظ وركولو لپاره دا هرڅه كړي ، ده ووئېل زرداري د سندھ شوګر ملز تر ټولو لوي بينيفشل دے ،پنجاب، کے پي کے د چينو ذخيره کوونكو په اړه کارروائي شوې ،د سندھ حکومت ولې غلے دے ،سائيں سرکار دې د كروندګرو سره دښمني بنده کړي ۔ د خزانې وزارت وياند مزمل اسلم ووئيل په نړيواله كچه د ګرانۍ په سبب ډبليو پي آئي كښې 27 فيصده زياتوالے راغلے ،د خاورو تيل 77فيصد، سټيل بار كښې 64فيصد، ډيزل كښې 62 فيصد، ويجټيبل غوړي 57 فيصد زياتوالے شوے،په دې كښې ټول درآمدي څيزونه شامل دې۔ده ووئيل د خوراك څښاك په څيزونو كښې په كلې والو سيمو كښې ګراني 5.50 فيصد دغسې په ښارونو كښې 2 فيصد کمه شوې۔ده ووئيل نړيواله منډۍ كښې د خوراك څښاك څيزونو بيعه كښې 100 فيصد زياتوالے راغلے ، د فرنس آئل پشمول نور څيزونه هم ګران شوي ۔ مزمل اسلم ووئيل حکومتي اقداماتو سره پياز،ټماټر،چيني،اوړه او د دالو بيعه كښې هم كمے راغلے۔ده ووئيل د مني بجټ اثرات به په عام وګړي نه پريوځې، پاکستان كښې معيشت ښه والې پلو روان دے۔ده ووئيل د پټرول بيعه 40 فيصد زياته شوې او کھپت 15فيصد زيات شوے۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشگوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں