اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د پارليماني چارو وزير مملكت علي محمد خان وئېلي دي چې د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي)خارجه وزيرانو د كونسل د غونډې كوربتوب پاكستان لپاره د اعزاز او د پاكستان تحريك انصاف د حكومت لويه كاميابي ده٬زمونږ په ګاونډي اسلامي هېواد افغانستان كښې بشري بحران پېدا كېږي او په دې سخت وخت كښې د افغان اولس مرسته ضروري ده۔ د اتوار په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې نړيوالې ورورولۍ له د آزمئښت په دې وخت كښې افغانستان يوازې پرېښودل نه دي پكار او د افغان اولس له د مالي مرستې وركولو لپاره اقدامات پورته كول پكار دي۔ ده ووئيل چې پاكستان 40 كاله پس د او آئي سي خارجه وزيرانو غونډې كوربتوب كړے كومه چې اسلامي هېوادونو يوه لويه غونډه ده۔ ده ووئيل چې پاكستان او افغانستان د او آئي سي بانې غړي دي۔ ده ووئيل چې افغان اولس بهادر دے او دا مهال هغوي د اسلامي نړۍ څخه لويې هيلې لري۔ ده ووئيل چې پاكستان په اسلامي نړۍ كښې ډېر لويې اهميت لري او هيله ده چې اسلامي ورورولي به د زړه نه د افغان اولس بشپړه مرسته وكړي۔ په خېبرپښتونخوا كښې د بلدياتي ټاكنو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې هيله ده چې پاكستان تحريك انصاف به د كے پي بلدياتي ټاكنو كښې خپل پوزېشن په ځاې وساتي، مسلم ليګ نواز د صوبې څخه ختم شوې۔ ده د سائنس او ټېكنالوجي په وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د بريد سخته غندنه كولو سره وئېلي دي چې په پېښه كښې ككړ ملزمان به د قانون د ګرفت څخه بچ نشي