سرینګر۔30دسمبر(اے پی پی) د هند تر ولقې لاندې جمو و كشمير كښې د رياستي ترهه ګرۍ په تازه عملياتو كښې د زيارت په ورځ هندي ځواكونو په اسلام آباد ضلع كښې درې نور كشميري ځوانان شهيدان كړي دي۔ د كشمير ميډيا سروس لمخې دا ځوانان د اسلام آباد ضلعې په وېري ناګ سيمه كښې د محاصرې او لټون عملياتو په مهال شهيدان كړې شوي دي۔ دې نه وړاندې په دې سيمه كښې په يو بريد كښې دوه هندي عسكر او يو پوليس اهلكار ژوبل شوې وو۔ هندي ځواكونو د شورؤ په ماښام د كولګام ضلعې په مير هامه سيمه كښې هم د لټون عملياتو په مهال درې كشميري ځوانان شهيدان كړي وو