اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي)د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر د نهې په ورځ د پنجاب چيف سېكرټري كامر علي افضل سره د احساس راشن رجسټرېشن بريفنګ په اړه د غونډې مشري كوله۔په غونډه كښې د سوشل ويلفيئر ډي جي٬د خوراك سېكرټري٬د پنجاب ټولو ضلعو كمشرانو او ډپټي كمشنرانو ګډون كولو او ضلعي انتظاميې ته د احساس راشن رعايت رجسټرېشڼ په اړه بريفنګ وركړے شو ۔په بريفنګ كښې د پنجاب ضلعې انتظاميې سره د روان احساس راشن رجسټرېشن كمپائن له مخې كريانه ريټيلرز او د كورنيو رجسټرېشن تندولو لپاره په تفصيلي پلان د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د احساس راشن پروګرام تفصيلات په اړه ډاكټر ثانيه نشتر د پنجاب په ضلعي انتظاميې زور راوړو چې د كريانه ريټيلرز او كورنيو سره په روان رجسټرېشن كمپائن كښې مرسته وكړي۔د غونډې په مهال د پنجاب ټولو كمشنرانو او ډي سيز ته د احساس راشن په اړه شعور رامخې ته كولو لپاره د لږ آمدن په سيمو كښې د خبرتيا كمپائن چلولو ترغيب وركړے شو٬ چارواكو غونډې ته ووئېل د تجارانو ټولو ځايې تنظيمونو سره غونډې شوي او دوي د پروګرام څخه خبر كړې شوي ٬دوي ته وئېلي شوي چې د خپلو سيمو د كريانه سټورونو ډاډګيرنه وكړي او پروګرام له رجسټرډ باوري كړي