مونږ له د قام په حېث د باباۓ قوم د پرمختللې٬ ترقي پسند او د روادار پاكستان وژن عملي كولو لپاره د ھغه اوصاف خپلولو ته اړتيا ده٬ د قائد ورځې په موقع د وزيراعظم عمران خان پېغام

image

اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي نن مونږ د خپل عظيم لارښود قائداعظم محمد علي جناح د زېږون ورځ لمانځو٬ دا زمونږ نسل او زمونږ اولاد لپاره د وياړ خبره ده چې ھغوي په خپلواكه پاكسان كښې زېږېدلي كوم چې د قائداعظم د ستړو نه غېر زمونږ مقدر كېدے نه شو ٬ مونږ له د قام په حېث د باباۓ قوم د پرمختللې٬ ترقي پسند او د روادار پاكستان وژن عملي كولو لپاره د ھغه اوصاف خپلولو ته اړتيا ده۔ د قائد ورځې په موقع خپل خاص پېغام كښې وزيراعظم ووئيل قائداعظم محمد علي جناح د نيمې وچې د مسلمانانو لپاره د يو جلا هېواد د اهميت احساس لرلو چرته چې ټول وګړي د عقيدې د آزادۍ٬ پېشې او د يو برابر موقعو حق ولري٬ قائداعظم د لويو چلېنجونو او مخالفتونو باوجود د قام يو موټي كولو عزم پخپله ثآبت قدمۍ ممكن كړے ٬ده ووئېل د ستونزو او چېلنونو مخنيوي لپاره مونږ له په لوي څښتن كلك باور او د نبي اکرم صلي اللہ عليہ وسلم د اصولو نه لارښوونه ترلاسه كول ده۔ وزيراعظم په ځوانانو زور رواړو چې د جناح ايماندارۍ، محنت، استقامت او لوي مقصد لپاره مونږ خپل ځان د عظيم ليډر يعنې قائداعظم پخه اصولو روان كړو۔ ده ووئيل د قائد وژن له مخې زمونږ حكومت د كرپشن نه پاكې ټولنې او د بې وسه او پسمانده وګړو مرستې كولو نظام لپاره هڅې كوي ، پاکستان د كورني او بهرنو چېلنجونو سره مخ دے او په دې قابو موندلو لپاره يوازنے حل د قائد اتحاد٬ ايمان او نظام په نظريات عمل كول دي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل نننۍ ورځ د هغې جذبې سره د راجمع كېدو ورځ ده څنګه چې زمونږ پلار نيكه د آزادۍ تحريك لپاره شريك ولاړ وو ٬ راځۍ چۍ مونږ د ذات، مسلك او عقيدې په بنياد خپل اختلافات ختم كړو او په يووالي كار وكړو۔ وزيراعظم ووئيل لوي څختن څخه لاس په دعا يو چې ھغه مونږ ته د قائداعظم محمد علي جناح تصور له مخې د زمكې په مخ د زيات قوي قام جوړېدو طاقت او اتحاد راوبخښي

مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں