د وزيراعظم وياند او خصوصي مرستيال ډاكټر شهباز ګل د شهباز شريف په بيان غبرګون

image

اسلام آباد۔27دسمبر(اے پی پی) د وزيراعظم وياند او د سياسي ابلاغ خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي د شريفو وروڼو تر ټولو لويې كاروبار كرپشن پاتې شوے ٬ تر كومې چې وزيراعظم عمران خان وي دا كاروبار به په ځاے ولاړ پاتې وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شهباز شريف په بيان خپل غبرګون كښې وكړه۔ هغه ووئيل كاش شوباز شريف د زرمبادلې خرابۍ پوښتنه د مفرور اسحاق ډار نه هم كړې وه ۔ نااهل ډار د زرمبادلې پنګې د 18 اربه ډالرو نه 7 اربه ډالره پرېښودې وې ٬ د پاكستان د زرمبادله پنګې د تېرو 4 څلور كلونو تر ټولو لوړې كچې ته رسېدلي۔ده ووئېل شهباز شريف دا مني چې د 7 اربه نه 25 اربه ډالره ته د زرمبادله پنګې رسېدل د حكومت كمال دے۔ هغه ووئيل د تېرو درېو كالو په مهال د معيشت د خرابۍ جعلي بيانيه خپره كړې شوې٬ د نااهل ليګ په دور كښې هره يوه معاشي اعشاريه خرابۍ پلو روانه وه۔ ده ووئيل اولس د معيشت لوټ كوؤنكي مسترد كولو سره عمران خان ته موقعه وركړې ٬ د داخلي معيشت نه د وړوكي مياں مراد د شريف ېكورنۍ ذاتي معيشت دے۔ ده ووئيل دا ياد ولرې چې ستاسو ذاتي معيشت به دغسې ناوړه وي ولې چې د شريفې كورنۍ تر ټولو زيات كاروبار كرپشن پاتې شوے او تر كومې چې عمران خان وي دا كاروبار به دغسې ولاړ پاتي وي

مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں