د خپلې موثره سفارتكارې په وجه پاكستان نن د ټولې نړۍ مركز جوړ شوے. خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي

image
APP06-221221 ISLAMABAD: December 22 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi received Federal Minister for Information and Broadcasting Chaudhary Fawad Hussain, Minister of State Farrukh Habib and senior officers of Ministry of Information & Broadcasting at Foreign Office to thank them for their invaluable contribution to the success of 17th extraordinary session of OIC – CFM. APP

اسلام آباد 22 دسمبر(اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د خپلې موثره سفارتكارې په وجه پاكستان نن د ټولې نړۍ مركز جوړ شوے. ده دا خبرې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن، د اطلاعاتو وزير مملكت فرخ حبيب او د اطلاعاتو وزارت د اعلٰی چارواكو په درنښت كښې د جوړې شوې دستورې په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې. په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال علامه طاهر اشرفي، سپېشل خارجه سېكرټري رضا بشير تارړ، د اطلاعاتو سېكرټري شاهيره شاهد، پي آئي او سهېل علي خان، ډائرېكټر جنرل اېسكټرنل پبلسټي عنبرين جان، د اے پي پي اېم ډي مبشر حسن، د پي ټي وي اېم ډي عامر منظور د وزيراعظم د ډېجيټل مېډيا فوكل پرسن ډاكټر ارسلان خالد، د وزارت نور چارواكي او د خارجه وزارت چارواكي هم موجود وو. خارجه وزير د دسمبر په 19مه نېټه د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل د غېر معمولي غونډې او د دې مقاصد د پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې په موثر تشهير د اطلاعاتو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن او د هغه ټولې ډلې ته مباركي وركړه او د دوي خدمات ئې وستائيل. ده ووئيل چې الله رب العزت د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې پاكستان ته يوه تاريخي او سفارتي كاميابي وركړې. د افغانستان په اړه د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل د غېر معمولي غونډې په نړيواله كچه ستائنه كولې شي او نن پاكستان د خپلې موثر سفارتكارې په وجه د ټوې نړۍ مركز جوړ شوے. شاه محمود قريشي ووئيل چې پاكستان په مارچ كال 2022م كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل د 48مې غونډې كوربتوب كولو عزم لري

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کا انعام
متعلقہ مضامین
مزید خبریں