د وزيراعظم د مراعاتي پېكج نه پس د اټاليا د سرمايه كارو پلاوې به د پاكستان دوره كوي

image

اسلام آباد 06 مارچ (اے پي پي) د وزيراعظم د مراعاتي پېكج نه پس د اټاليا د سرمايه كارو پلاوې به د پاكستان دوره كوي. پلاوي به د شريكو پروژو د لارې د غېر ملكي سرمايه كارې موقعې لټولو لپارهه د اېمبليو ګوريني په مشرې كښې پاكستان ته راځي. د اټاليا په مېلان ښار كښې د پاكستاني حكومت اعزازي قونصلر محمد شهريار خان د ورچوئل كانفرنس د لارې د يوكے پاكستان بزنس كونسل چيئرمېن ميا كاشف اشفاق سره په خبرو كښې ووئيل چې پلاوي به د پاكستان فرنيچر كونسل چيئرمېن ميا كاشف اشفاق سره هم ملاقات كوي. د دې نه علاوه د اټاليا پلاوې به په پاكستان كښې د خپلې دورې په مهال اعلٰی چارواكو سره ملاقاتونه كوي.

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں