په دره آدم خېل كښې د سېنېټر شبلي فراز په قافله د نامعلومو كسانو بريد، شبلي فراز محفوظ ، ډرائيور او سكيورټي ګارډ ژوبل

image

اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز په قافله په دره آدم خېل كښې نامعلومو كسانو بريد كړے، په بريد كښې شبلي فراز بچ شوے خو د ده ډرائيور او سكيورټي ګارډ ژوبل شوے. د اتوار په ورځ د پوليسو وياند ووئيل چې شبلي فراز د خپلې سيمې كوهاټ څخه پېښور ته روان و چې په دره آدم خېل كښې پرې نامعلومو وسله والو ډزې پېل كړې او بيا ئې په په قافله د كاڼو ګزارونه هم وكړل. په بريد كښې شبلي فراز بچ شوے خو د ده ډرائيو او سكيورټي ګارډ ژوبل شوے كوم چې علاج لپاره پېښور ته رسول شوي دي.

مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں