اسلام آباد 25 دسمبر(اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د قائداعظم د ايمان، اتحاد او نظم په اصولو عمل كولو سره مونږ پاكستان قوي او پرمختللې جوړولې شو، ماشومان زمونږ د سباٶن مشران دي ، دوي ته د رښتيا وئيلو، په امانت كښې د خيانت نه كولو، د والدين او ښوونكو د عزت كولو، د نورو مذهبونو خلقو سره د ښه سلوك كولو او خاص ماشومانو سره د محبت نصيحت كوو، د پاكستان د كورنۍ نظام مضبوطيا زمونږ د هېواد ښائسته ستن ده، مونږ ته دا لا قوي كول دي. ده دا خبرې د خالي په ايوان صدر كښې د قائداعظم محمد علي جناح د سالګرې په مناسبت د قائد او ماشومانو په سرخط خاص دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. په دې موقع ماشومانو ښائسته ملي نغمې وړاندې كړې چې پكښې د څلورو واړو صوبو، ګلګت بلتستان او د كشمير د كلتور عكاسي وشوه. په دې موقع وړومبې مېرمن بېګم ثمينه علوي هم موجود وه. صدر مملكت او وړومبې مېرمن ماشومانو سره په ګډه د قائداعظم د سالګرې كېك هم پرې كړو. ډاكټر عارف علوي د قائد ورځې مباركي وركولو سره ووئيل چې هركال د دسمبر په 25مه نېټه په ايوان صدر كښې دا دستوره كېږي. صدر مملكت ووئيل چې آزادي تر هر څه قيمتي څيز دے، دا ماشومان زمونږ د سباٶن مشران دي. صدر مملكت ووئيل چې قائداعظم به خپله خور تل ځان سره په هر محفل كښې ساتله. د ده دا اقدام د يو مكمل كورنۍ عكاسي وه. صدر مملكت ووئيل چې د اتحاد د لارې مونږ لوي طاقت جوړېدے شو.