اسلام آباد 20دسمبر(اے پی پی)د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي)سېكرټري جنرل حسېن ابراهيم طلحه د اسلام آباد هوائي مېدان څخه خپل هېواد ته بېرته روان شو۔په كامياب كنفرنس كولو ئې د پاكستاني اولس او حكومت مننه وكړه۔د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب او د پارليماني چارو وزير مملكت عل محمد خان خاص مېلمنو ته په مخه ښه ووئيل۔ دانډونېزيا٬اردن٬كرغستان٬قازقستان٬بنګله دېش او سير اليون پلاوي هم خپلو خپلو هېوادونو ته روان شول۔ د او آئي سي سېكرټري جنرل د روانېدو څخه وړاندې مېډيا سره په خبرو كښې ووئيل چې په كامياب كنفرنس د پاكستان اولس او حكومت مننه كوم۔ده ووئيل چې پرونې كنفرنس كامياب و كومه چې خوشبينه خبره ده۔د او آِئي سې سېكرټري جنرل ووئيل چې غونډې سره به په منطقه او په خاص توګه په افغانستان كښې په بشري صورتحال كښې ښه والې رامخې ته شي٬ د او آئي سي په غونډه كښې پرېكړه شوې چې افغانستان لپاره دې خاص استازې تعينات كړې شي او پرون خاص نمائنده د افغان پلاوي سره هم ملاقات كړې۔ده وئيل چې د غونډې يوه بله كاميابي د افغانستان خلكو لپاره فنډ جوړول دي۔د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل چې پاكستان ته په تشريف راوړلو د او آئي سي سېكرټري جنرل مننه كوو٬په افغانستان كښې بشري الميه رامخې ته شوې۔وزير مملكت ووئيل چې د دې الميېمخنيوي لپاره د او آئي سي پلېټ فارم څخه بشپړه غږ پورته كړې شوې۔ده ووئيل چې ټولې نړۍ ته د او آئي سي پليټ فارم څخه بشپړه پیغام تلې دې۔فرخ حبيب ووئيل هيله ده چې د افغانستان خاص استازې به افغان اولس لپاره فعاله كردار ترسره كړي او په دې كنفرنس كښې په شويو پريكړو به عملدرآمد هم وكړي۔وزير مملكت ووئيل چې د او آئي سي غېر معمولي غونډې به مثبتې نتيجې رامخې ته شي