قائد او علامه اقبال يو داسې رياست غوښتلو چرته چې مسلمانان او اقلتيونه په آزادۍ سره ژوند وكړي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد سېن د عكسونو نندارتون پرانستې دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي نن د ټولو لوے چېلنج د قائداعظم پاکستان بېرته راوستل دي٬ قائد او علامه اقبال يو داسې رياست غوښتلو چرته چې مسلمانان او اقلتيونه په آزادۍ سره ژوند وكړي، وزيراعظم عمران خان هم د دغې پاکستان خبره كوي د كوم خوب چې قائد اعظم محمد علي جناح ليدلې ٶ۔ دا خبره ده د ګل په ورځ د قائداعظم محمد علي جناح پحقله د عكسونو نندراتون پرانستې دستوره ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل قائداعظم محمد علي جناح پېغام ډېر واضح دے، د هندوستان او بنګله دېش يو شمېر ليكوال د قائداعظم پحقله کنفيوژن سره مخ دي۔ ده ووئيل كوم ډول پاکستان چې قائد اعظم غوښتلو ھغوي پخپلو دريو لويو تقريرونو كښې واضح كړې ٶ، قائداعظم او علامه محمد اقبال د جديد او ترقي پسند سوچ وړ مشرانو وو، د نيمې وچې مسلمانان پوهه شوي وو چې په سباٶن كښې به مسلمانانو او نورو اقليتونو سره څه سلوك كېږي۔ ده ووئيل علامه اقبال ډېر وړاندې ليدلي ٶ چې مسلمانان كومو ستونزو سره مخې كېدې شي، قائداعظم د هند سياست ليدلو سره د پاکستان جوړولو پرېكړه كړې۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان كښې د سيالكوټ په پېښه ټول پاكستانې قام يو موټې كېدو سره د پېښې په سختو ټكو غندنه كړې٬ هند كښې دا ډول پېښه رامخې ته كېدل هره ورځ معمول دي، نن چې په هند كښې مسيحي ټولنې او مسلمانانو سره څه كېږي د نړۍ نه پټ نه دي، نرېندر مودي او بي جے پي په اقليتونو ژوند ګران كړے دے۔ ده ووئيل د نريندر مودي د حکومت له مخې نن هند زوال سره مخ دې۔ د اطلاعات او خپرونو وزير ووئيل د پاکستان جوړولو مقصد د اقليتونو حقونو ته تحفظ وركول وو٬ پاكستان د دې منطقې ځالانده اميد دې، قائداعظم خپل پېغام كښې واضح ٶ٬ د ھغوي دا پېغام ترلاسه كول هم لوے جنګ دے۔ ده ووئيل د قائداعظم محمد علي جناح د زېږون ورځ په موقع د عكسونو نندارتون خوشبينه دې٬ مونږ له به د قائداعظم پېغام تر عام وګړو رسولو لپاره تحريك پېل كول وي۔ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د قائداعظم د زېږون نيټه په ښه ډول په لمانځلو٬ په اسلام آباد كښې آتش بازي او رنګونو او رڼاګانو د محفل په تابيا كولو انتظاميې ته مباركي وركړه

مضمون کا ماخذ : números quina hoje
متعلقہ مضامین
مزید خبریں