سېنېټ د جمهوريت استحكام٬ انصاف او مساوات ودې له مهم كردار ترسره كړے٬ د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني

image

اسلام آباد۔16مارچ(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني وئيلي دي د پاکستان په 50 كلن پارليماني او سياسي تاريخ او د جمهوريت استحكام ٬ انصاف او مساوات ته وده وركولو كښې سېنېټ آف پاكستان مهم كردار ترسره كړے۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د خاص سېشن په دويمه ورځ غونډه كښې ګډون كوؤنكو ټولو سېنېټرانو او مېلمنو ته هركلي وئيلو سره ووئيل د 50 كلنه ګولډن جوبلي په دستورو كښې ګډون مونږ لپاره يو درناوے دے۔ په پاكستان كښې د جمهوريت په پياوړتيا او د انصاف او مساوات اقدارو ته وده وركولو كښې سېنېټ په زړه پورې رول لوبولے دے۔ ده ووئيل مونږ د دې عزم پخلے كوؤ چې په خپلو اصولو به ولاړ پاتې كېږو كوم چې د كلونو راهسې زمونږ رهنمائي كوي۔ ده ووئيل د پاكستان خارجه پالېسي او نړيوالې اړيكې مضبوطولو كښې سېنېټ فعاله پارليماني سفارت كاري كړې او هم د دې هڅو له امله نړۍ كښې د پاكستان مقام ښه شوے۔ د سېنېټ د فعاله هڅو په نتيجه كښې د بېن الپارلیمانی یونین يوګنډا غونډه كښې د ماحولياتي بدلونو د لاسه ځپلے شوو هېوادونو لپاره فنډ جوړول په ايجنډا شامل كړے شو۔ ده ووئيل سېنېټ اولنے پارليماني چېمبر دے كوم چې خپل رپورټ آئي پي يو ته وړاندې كړو۔ دغسې ده غونډه كښې ګډون كوؤنكو ټولو سفارتكارو ته هركلے اووې۔

مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں