اسلام آباد۔21مارچ(اے پی پی) د سېنېټ د مذهبي چارو او د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ غونډه د نهې په ورځ د كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر مولانا عبد الغفور حېدري په مشرۍ كښې پارليمنټ هاؤس كښې وشوه۔ كمېټۍ د قرآن پاك په اشاعت او ريكارډنګ كښې د تېروتنو ختمولو سره په اړوند بدلون 2022 بشپړ غور وكړو۔ كمېټۍ ته په بريفنګ كښې ووئيل شول د بل بنيادي مقصد د قرآن پاك معياري طباعت او اشاعت او د غلطيو څخه پاك اشاعت باوري كول ٬ شهيد اوراق په مناسبه توګه محفوظ كول او په غېر معياري كاعذ د دې د چھاپ كېدو مخنيوے كول دي۔ د كمېټۍ چيئرمېن مولانا عبد الغفور حېدري ووئيل په ورځپاڼو او نورو پوسټرو د قرآن آياتونه ليكلې شي او د دې د حفاظت انتظام بيا نه كېږي او دا د قرآن كريم بې حرمتي ده ځكه د دې مسئلې بايد مخنيوے وكړے شي۔ دغسې په ورځپاڼو كښې دې د قرآن په آيتونو بندېز ولګولے شي۔ دې سره سره كمېټۍ ته د روان كال 2023 حج پالېسۍ په اړه هم ووئيل شول ۔ چارواكو كمېټۍ ته ووئيل سږ كال لپاره د پاكستان حج كوټه 179210 ده او د نجي حج سكيمونو سره سره نيم په نيمه وېشلې شوې ۔ سېنېټر بهرمند خان تنګی ووئيل په داسې خلقو بايد بندېز ولګولے شي كوم چې د تېرو 8 ٬ 10 كلونو راهسې پرله پسې حج كوي۔ په دې سېنېټر عبد الغفور حېدري ووئيل دا ډول بندېز غېر فطري او د بنيادي اصولو په ضد دے۔ د قائمه كمېټۍ غونډه كښی سېنېټرز ګردیپ سنګھ، سید محمد صابر شاہ، بهرمند خان تنګی او د اړوندو ادارو نورو چارواكو ګډون وكړو۔