اسلام آباد۔17مئی(اے پی پی) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري وئيلي دي د خارجه وزارت په چارو كښې پياوړتيا له اصلاحات كولې شي٬ د “شېئر پاکستان پورټل” د لارې به په نړيواله كچه د پاكستان غوره تشخص رامخې ته شي او اولسي او اداره جاتي سفارتكاري به ښه شي۔ د شورؤ په ورځ د “شېئر پاکستان پورټل” پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښی خارجه وزير ووئيل له كومې ورځې څخه مې چې د خارجه وزير په حېث ذمه وارۍ سنهبال كړي دا مې محسوس كړې چې زمونږ انتظامیه پېراډائم شفټ ته زياته اړتيا لري۔ په دې لړ كښې مې خپل دفتر سره سره خارجه وزارت او بهر هېوادونو كښې د خپل مشنز ټول فنكشنز په لړ كښی د پوهانو يوه ډله په بېلو چارو په كومو كښې چې بشري وسائل، مالیات، لاجسټکس، کمیونیکیشن، قونصلر، پروټوکول اېنډ کمیونټی سروسز، ډیجیټلائزیشن ،قواعد، پالیسۍ او تګلاره كښې آسانيو سره په اړوندو يو شمېر اصلاحاتو غور كړے۔ ده ووئيل زما د ‘چېنج مېنجمنټ انېشی اېټو’ مقصد ورک کلچر ته وده وركول دي۔ ده ووئيل زمونږ افرادي قوت او د پاكستان پوهه سفارت كار زمونږ قيمتي اثاثه ده۔ ده ووئيل نن زه د خارجه وزارت لخوا د اېن آئی ټی بی په مرسته د جوړ شوي “شیئر پاکستان” پورټل په پرانسته خوشحالي محسوسوم۔ د دې آن لائن معياري معلوماتي نظام د لارې به مونږ د پاكستان خارجه پالېسۍ مقاصد په عملي كولو كښې د اولسي سفارت كارۍ او خبرې كولو جوګه شوو۔ ده ووئيل شيئر پاكستان پېل كېدونكې اولنۍ منصوبه ده او دا به د ټارګټډ كميونيكېشن او د معلوماتو تبادلې له د يو محرك په توګه كار كوي۔ دا د خارجه وزارت او په بهر هېوادونو كښی د سفارتي پوسټونو ترمينځه د اولسي سفارتكارۍ په دائره كښې د معلوماتو شئير كولو آسانولو له ډيزائن كړې شوې۔ ده ووئيل دا پورټل به زمونږ د اولسي سفارت كارۍ په اقدامات كښې كاركردګي او سپېځلتيا رامخې ته كړي۔ ده ووئيل ډیجیټلائزېشن اوس اختياري نه دے او په نړيواله كچه شېئر پاکستان شروع كولو سره دا وزارت په عصري رجحاناتو كښې هم مخ په وړاندې بوځي۔ خارجه وزير ووئيل باور لرم دا ډيجيټل ټول به د وزارت او د مشنونو ترمينځه فعاله رابطې په لړ كښې د سباؤن پراجېكټونو لپاره د يو ماډل په توګه كار كولې شي۔ ده ووئيل هيله ده چې دې سره به د خارجه وزارت او حكومت په ورك كلچر كښې بدلون رامخې ته شي۔ خارجه وزير ووئيل د “شیئر پاکستان” پورټل په جوړولو كښې خارجه وزارت سره په مرسته كولو د اېن آئی ټی بی او د آيي ټي وزارت مننه كوم۔ ده ووئيل د دې پورټل كاميابۍ سره په شروع كېدو د خارجه وياندې او اسټرېټجک کمیوټیشن ډلې ته مباركي وركوم۔