د وزيراعظم ريليف پېكج اولس لپاره دانشمندانه پرېكړه ده، د راتلونكو پنځو كلونو په مهال د آئي ټي څانګې د لارې د پنځوس اربه ډالرو ګټلو پلان لرو. د خزانې او محصولاتو وفاقي وزير شوكت ترين

image

اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي﴾ د خزانې او محصولاتو وفاقي وزير شوكت ترين وئيلي دي چې د وزيراعظم ريليف پېكج اولس لپاره دانشمندانه پرېكړه ده، د راتلونكو پنځو كلونو په مهال د آئي ټي څانګې د لارې د پنځوس اربه ډالرو ګټلو پلان لرو. د ګل په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين ووئيل چې د پاكستان د انفارمېشن ټېكنالوجې په څانګه كښې معيشت ته د ودې وركولو ډېر صلاحيت دے. د دې څانګې د ټېكس ختمولو به ښې نتيجې راوځي. شوكت ترين ووئيل چې وزيراعظم عمران خان سمندر پورې پاكستانيانو لپاره د ټېكس ختمولو اسانيې سره په صنعتي څانګه كښې د سرمايه كارې كولو بلنه وركړې ده. ده ځوانانو لپاره د پروګرام ستائنه كولو سره ووئيل چې نجي څانګه به هم په انټرن شپ پروګرام كښې د حكومت مرسته كوي. ده ووئيل چې د راتلونكو پنځو كلونو په مهال د آئي ټي څانګې د لارې د پنځوس اربه ډالرو ګټلو پلان لرو. د آئي اېم اېف په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې مونږ د آئي اېم اېف پروګرام ضرورت پوره كوو

مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں