د خپل هېواد او ملت سلامتيا او دفاع لپاره زمونږ عزم زيات مضبوط او غېر متزلزل دے، د وزيراعظم عمران خان ټويټ

image

اسلام آباد۔27فروری(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د خپل هېواد او ملت سلامتيا او دفاع لپاره زمونږ عزم ډير مضبوط او غېر متزلزل دے، د ډپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې د شخړو هوارولو ته بايد د کمزورۍ په سترګه ونه کتل شي۔ هغه د اتوار په ورځ په خپل ټوېټ کښې ووئیل، زه تل د ډپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې د شخړو هوارولو قائل پاتې شوې يم۔ دا بايد د كمزورۍ نښه ونه ګڼل شي۔ هغه ووئيل د كال 2019 جنورۍ مياشتې په 27 مه نېټه هند په مونږ د بريد كولو لاره خوښه كړه نو مونږ وښودل چې زمونږ پوځ به د اولس په مرسته د هر ډول عسكري جارحيت ځواب وركوي او په هره كچه به غالب پاتې كېږي

مضمون کا ماخذ : loterias da caixa
متعلقہ مضامین
مزید خبریں