صدر ډاکټر عارف علوي سره امريکې لپاره د پاکستان نومولي سفير سردار مسعود خان وليدل

image

اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي پاکستان امريکې سره په بېلا بېلو څانګو په خاص توګه د تجارت او معيشت په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا وده وركول غواړي، په هېواد كښې د آئي ټي په څانګه كښې بلها صلاحيت موجود دے او غېر ملكي سرمايه كارو له د هېواد سرمايه كارۍ لپاره سازګار ماحول څخه ګټه پورته كولو او د پاکستان د آئي ټي په څانګه كښې سرمايه كارۍ كولو ته اړتيا ده۔ صدر ډاکټر عارف علوي دا خبرې امريکې لپاره د پاکستان نومولي شوي سفير سردار مسعود خان سره كړي چا چې د زيارت په ورځ صدر سره په ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔ نومولي سفير سره په خبرو كښې صدر ووئيل حكومت جيو اكنامك ته پام لرنه كوي او دوه اړخيزه تجارت او امريكې څخه نېغ په نېغه غېر ملكي سرمايه كاري زياتولو لپاره د مرستې نورې څانګې لټولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل په امريكا كښې مېشته پاكستانيان د هېواد د معيشت په بېلا بېلو څانګو په خاص توګه د آئي ټي په څانګه كښې د سرمايه كارۍ نه علاوه دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي اړيكې زياتولو لپاره د پل په توګه د كار كولو صلاحيت لري۔ صدر سفير ته ووئيل د هند اصل څېره بې نقابه كړئ٬ څوك چې په مقبوضه جمو و كشمير كښې د ځائي اولس په ضد د بشري حقونو په سنګين خلاف ورزو كښې ككړ دے۔ صدر نومولي سفير ته په امريكا كښې د پاكستان سفير په توګه په تعيناتۍ مباركي وركولو سره دا هيله څرګنده كړه چې ھغه به امريكې سره دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو لپاره خپل كردار ولوبوي

مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں