وزيراعظم عمران خان سره د پنجاب وزيراعلی سردار عثمان بزدار وليدل

image

اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د پنجاب وزيراعلی سردار عثمان بزدار ليدلي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د پنجاب چيف سېکتر کامران علي افضل او آئي جي پوليس راؤ سردار علي خان هم موجود وو۔ په ملاقات كښې په صوبه كښې په انتظامي او د امن او امان په مجموعي وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع وزيراعظم ته د صوبې په بېلا بېلو پرمختيائي منصوبو د شوي پېشرفت په اړه بريفنګ هم وركړے شو۔ وزيراعظم په صوبه كښې عام وګړو ته د فوري او موثره خدماتو وركړه باوري كولو لپاره د بشپړه اقداماتو كولو امر وكړو۔ ده د اولس د ځان٬ مال تحفظ لپاره د شرخوښو٬ ذخيره كوٶنكو او د قبضه ګرو په ضد د فعاله ګامونو پورته كولو هم امر وكړو

مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں