اسلام آباد 18مئی(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف نن د پاكستان او ايران پولې په دوره دے چرته به چې هغه د ايران صدر سيد ابراهيم رئيسي سره ملاقات كوي۔د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې وئېلي دي دواړه لارښود به په ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو اړخونو د خيالاتو څرګندونه كوي او د پاكستان ايران اړيكې لا قوي كولو لپاره به نوې څانګې لټوي۔وياندې ووئيل وزيراعظم او د ايران صدر به په مند-پشين بارډر كراسنګ پوائنټ مند پشين بارډر سسټینینس ماركيټ پلیس او پولان –ګبد برېښنا ټراسمېشن لائن پرانسته كوي۔وياندې ووئيل مند-پشين بارډر سسټینینس ماركيټ پلیس په دې 6 بارډر ماركيټونو كښې يو دے كوم به چې د پاكستان-ايران پولې سره جوړولې شي ٬ دې لپاره د مفاهمت په يادښت په 21 اپرېل كال 2021 لاس ليك شوے ؤ ۔دې ووئيل د پوله ايزو منډيانو تصور د پاكستان-ايران په پوله خلقو ته د آسانيو لپاره د پولې پورې څخه تجارت زياتولو٬اقتصادي پرمختګ ته وده وركولو او ځايې كاروبار لپاره د موقعو نوو لارو له مخې دے ۔وياندې ووئيل 132 كے وي ټرانسمېشن لائن به د مكران ډويژن برېښنا ټرانسمېشن لائن د لارې د ايران برېښنا څخه د پوله ايزې مكران سيمې ضرورت پوره كوي۔پولن ګبد د لارې به اضافي 100 مېګاواټ برښنا په بلوچستان كښې د كورونو او كاروباري ادارو د توان ضروريات پوره كولو له مرستياله وي