د پټروليم مصنوعات په بيعه كښې د كمي ګټه دې اولس ته منتقل كولو لپاره پرائس كنټرول مېكنزم فعاله كړے شي۔ د وزيراعظم انوارالحق کاکړ صوبو ته سپارښتنه

image

اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ صوبو ته سپارښتنه كړې چې د پټروليم مصنوعات بيعه كښې د كمي ګټه دې اولس ته منتقل كولو لپاره پرائس كنټرول مېكنزم فعاله كړے شي۔ د ګل په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل د پټروليم مصنوعات بيعه كښې د ښه كمي په تناظر كښې په وفاقي او صوبائي كچه اړوندو چارواكو ته د پرائس كنټرول د سخت طريقه كار فعاله كولو امر شوے ۔ ده ټولو اعلٰې وزيرانو ته ووئيل چې دا خبره باوري كړئ چې د ضروري څيزونو او خدمات په بيعه كښې هم داسې كمے وكړے شي٬ د پټروليم مصنوعات بيعه كښې د كمي ګټه د پاكستان اولس ته د منتقل كولو دې ټولې هڅې ګړندۍ كړې شي او په دې بايد په سختۍ سره عملدرامد باوري كړے شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں