اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د خارجه دفتر وياندې د يونان سمندر غاړې سره نزدې په سمندر كښې د بيړۍ چپه كېدو افسوس وړ په پېښه كښې د حق رسېدليو كورنيو سره غمرازي او نورو ځپليو سره د همدردۍ څرګندونه كولو سره ووئيلي دي چې د بے دركه كسانو لټون٬ د مړو شناخت او د كورنيو مرسته كولو لپاره به د پاكستان هڅې رواني وي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل په دغه پېښه كښې د يو شمېر پاكستانيانو مړينې اندېښنه ده٬ زمونږ همدردۍ ټولو ځپليو او د دوي كورنيو سره دي۔ وياندې ووئيل مونږ په دې لړ كښې ميډيا د پېشرفت نه خبر كړې ده٬ په 104 ژوندي بچ شويو كښې 12 پاكستاني وګړي هم شامل دي او د ھغوي حالت ښه دے ۔ دې ووئيل د بده مرغه مونږ د حق رسيدليو او د بې دركه پاكستاني وګړو د شمېر او د شناخت د تصديق نه قاصر يو، د يونان چارواكو 84 مړي برآمد كړې دي٬ د دوي شناخت به د ډي اېن اے مېچنګ د لارې كېږي۔ وياندې ووئيل اړوند چارواكو په بېړۍ كښې موجود د شكمن كسانو كورنيو څخه د ډي اېن اے نمونے جمع كول پېل كړې دي او ھغوي به د دې د يونان چارواكو سره اشتراك كوي۔ وياندې ووئيل په يونان كښې د پاكستاني مشن سفير عمار آفتاب او د ھغه ډله د بې دركه او حق رسېدليو پاكستاني وګړو لټون او د دوي شناخت سره سره د هغوي د كورنيو مرستې لپاره 24 ساعته كار كړې دے۔ دې ووئيل خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د يونان خپل همڅنګ سره خبرې كړې دي چې پكښې د بې دركه كسانو لټون٬ د مړو پېژندلو او كورنيو سره مستې لپاره په انتظاماتو د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔ وياندې ووئيل په دې لړ كښې به زمونږ هڅې جاري وي