ځوان كول مثبتې ميډيا ته اړتيا لري٬ د پي ټي آئي په دور كښې ټولې ادارې په بده توګه بربادې شوې٬ ريډيو او د ابلاغ نورې ذريعې په روان وخت كښې زياتې ضروري دي٬ د سکرین ټورازم د لارې به د پاكستان مثبت اميج رامخې ته كړې شي٬ مریم اورنګزيب

image

لاهور۔ 09 جولائی (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې ځوانان مثبتې ميډيا ته اړتيا لري ٬ پي ټي آئي خپل دور كښې ټول ادارې په بده توګه تباه کړې، په څلورو کالو کښې په هېواد كښې د نفرت تخم وکرلې شو٬ ريډيو او د ابلاغ نورو ذريعو ته په روان وخت كښې زياته اړتيا ده٬ د سكرين ټورازم د لارې به د پاكستان مثبت بيان رامخې ته كړې شي٬ اولس ته د ارزانې تفريح وركولو هڅې كوؤ۔ دې د دې خيالاتو څرګندونه د اتوار په ورځ په ريډيو پاكستان لاهور كښې د بېلا بېلو پروژو د پرانستې دستورې ته د وېنا په مهال او خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ دې وويل د وزيراعظم شهباز شريف د وژن له مخې د ورثې او كلتور دلارې د پاكستان مثبت امېج نړۍ ته رسول دي۔ دا مهال پاكستانې ځوان كول مثبت ميډيا ته اړتيا لري٬ تېر حكومت په څلور كلن دور كښې ټولو ادارو ته زيات زيان ورسولو۔ په دغه څلور كلونو كښې د كركې تخم وكرلې شو۔ دې ووئيل د وزيراعظم وژن دے چې ځوانانو ته لاسونو كښې لېپ ټاپ وركړي پټرول بم نه۔ دې ووئيل د مسلم ليګ (نون) حكومت په كال2017-18 كښې د فلم پالېسۍ بنياد كېښودو او دې لپاره يۍ بجټ بېل كړو خو د بده مرغه تېر حكومت ادارې تباه كړې۔ مريم اورنګزېب ووئيل په فلم سازۍ كښې د كارول كېدونكو آلاتو درآمد كولو له د اېف بي آر د لارې ټېكسونو څخه استثنی وركړې شوې ده دغسې چې زيات فلمونه جوړ كړې شي او نړۍ ته د پاكستان سافټ امېچ وښودلې شي۔ دې ووئيل راډيو پاكستان كښې اولس لپاره اولنۍ ډيجيټل سېنما جوړوؤ٬ د هېواد په وړو لويو ښارونو كښې به هم سېنما او تھېټرز جوړولې شي۔ دې ووئيل فلم فنانسنګ كونسل په بجټ كښې 2 اربه روپۍ بېلې كړې دي اوس كه كوم هم ډاكومنټري ٬ شارټ فلم يا فلم جوړولے شي حكومت به يۍ مرسته كوي۔ دې ووئيل راروانه اونۍ كښې ميوزك فلم پالېسي لانچ كولې شي۔ دغسې د جولائي 15 مې نېټې څخه ټېلنټ هنټ پروګرام پېل كولې شي چې ورسره به د ميوزك ټېلېڼټ پروموټ كولې شي او ددې پېل سندھ څخه كوؤو۔ دې ووئيل د نواز شريف د لارې سي پېك راغلو نو لويه برخه يۍ روډ نېټ ورک، ون بېلټ ون روډ او كلتور وو۔ دې ووئيل پي ټي وي اكېډمۍ څخه زده كوؤنكي د ډګري پروګرام د لارې اېكټنګ او پروډكشن كښې كار كول غواړي كومه چې ټولو پوهنتونونو لپاره پرانستلې شوې ده او په انفارمېشن اکېډمی كښې به د ټولو پوهنتونونو طالبعلمانو ته ټرېننګ ورلولې شي۔ وفاقی وزیرې ووئيل كه په ګاونډي هېواد كښې 100 فلمونه جوړېږي نو په هغې كښی كامياب يو يا دوه وي خو دوئي بياهم د فلم جوړولو عمل بند نه كړو۔ فلمونه بايد جوړولې شي او دې سره به دې كښې بهتري راځي۔ دې ووئيل په كال 1992 كښې فلم انډسټري ته د صنعت درجه وركړې شوې وه۔ دې ووئيل موجوده حكومت په اولني ځل خبريالانو او فنكارانو له هېلتھ انشورنس كارډ معارفي كړو۔ دې ووئيل په پي ټي وي بريد كوؤنكو په رېډيو پاكستان بريد وكړو٬ چاغي اركائيو يۍ په اور وسوزولو كوم چې بېك اپ نه لري٬ اوس ټول آرکائیو ډیجیټل كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل حكومت به خپله موده ترسره كوي٬ نواز شريف به ډېر زر هېواد ته بېرته راشي۔ اوس دا پرېكړې رامخې ته كېږي چې نواز شريف سياسي انتقام سره مخ كړې شوې وو۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل د پي ټي آئي د چيئرمېن ذهني توازن سم نه دے۔ هغه چې په خپل دور كښې څومره هم خطا كارونه كړي وو هغه ټول يۍ د پوځ سرلښكر ته منسوب كړل۔ حال دا دې چې دغه كارونه ټول د پي ټي آئي چيئرمېن او د هغه ملګرو كړې وو۔ دې ووئيل د حكومت او پوځ په ضد يو خاص ډله په سوشل ميډيا كركه خپروي۔ په لسبېله پېښه غليط مهم وچلولې شو د كوم چې سخته غندنه كوم۔ دې ووئيل د هغه عناصرو په ضد دې سخته كارروائي وكړې شي كوم چې د پوځ او د پاك پوځ د سرلښكر په ضد د مهم برخه دي۔

مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں