د لوے څښتن مننه كوم چې د ترهه ګرۍ په بريد كښې كوم ځاني زيان نه دې شوې۔انجينئر امير مقام

image

اسلام آباد 24جون(اے پی پی)د وزيراعظم صلاحكار او د پاكستان مسلم ليګ(ن)خېبرپښتونخوا صدر انجينئر امير مقام په ترهه ګر بريد كښې په محفوظ پاتې كيدو لوے مننه كولو سره وئېلي دي چې د لوے څښتن شكر دې چې د ترهه ګرۍ په بريد كښې كوم ځاني زيان نه دې شوې۔د خالي په ورځ په خپل بيان كښې ده ووئيل چې د لوے څښتن مننه كوم چې هغه ماله يو ځل بيا يو نوې ژوند راكړو۔ده ووئيل چې د ټولو ملګرو٬ګوند مشرانو٬كاركنانو او اولس مننه كوم چاې چې د دعاګانو او خپل پیغامونو سره زما په اړه د فكر مندۍ څرګندونه كړی۔په خاص توګه د شانګله اولس مننه كوم چې چا چې تل زما ملګرتيا كړې او خپلو دعاګانو كښې ياد ساتلې يم۔ده ووئيل چې ترهه ګر د پاكستان دښمن دي٬د ترهه ګرۍ خاتمې څخه به د پاكستان ته پرمختګ او استحكام ترلاسه شي۔ترهه ګر بزدل دي كوم چې په شاه او پټه وار كوي۔طاقت لرونكې هغه لوې څښتن ذات دې كوم چې د ژوند حفاظت كوي۔ده ووئيل چې د اولس خذمت مشن د خپل ځان نه راته زيات ګران دې او ترهه ګر د خپلو بزدلانه بريدونو څخه ما د اولس د خذمت څخه منع كولې نه شي٬د پاكستان دښمنانو په ضد به د تل پشان د مېدان په عمل كښې ولاړ يم۔د پوليس بهادرۍ ته هم سلام وړاندې كوم٬ټول قام د ترهه ګرۍ په ضد د خپلو وسله والو٬پوليس او قانون نافذ كونكو ادارو سره ولاړ دي۔

مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں