د بي آئي اېس پي مقصد د ټولنې بې وزله طبقه پخپلو پښو ودرول او د كار وګړي جوړول دي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د سماجي تحفظ اکاٶنټ اجرا دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د بېنظيرانکم سپورټ پروګرام (بي آئي اېس پي) دائره کار زياتولو په حاجت زور رواړولو سره وئيلي چې د دې پروګرام مقصد د ټولنې بې وزله طبقې پخپلو پښو ودرول او دوئي د كار وګړي جوړول دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د بي آئي اېس پي لاندې د سماجي تحفظ اکاٶنټ اجرا دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ په دستوره كښې وفاقي وزيران مريم اورنګزېب، شازيه مري، وزير مملکت فېصل کريم کنډي، د وزيراعظم مرستيالو سره سره غېر ملكي سفيران، د سماجي تنظيمونو نمائندګان او سركاري چارواكي موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل بي آئي اېس پي چې شازيه مري او د ھغې ډلې په كوم ډول روان ساتلے د ستائنې او اطمينان وړ دے۔ وزيراعظم ووئيل تېر كال د تباهي خپرونكي سېلاب نه پس د اتحادي حكومت ټول مشران ځپليو سيمو ته ورسېدل٬ هر خوا تباهي په نظر راتله٬ په كومو سختو حالاتو كښې چې مونږ اقتدار ترلاسه كړې او د پاڅه د سېلاب په صورت كښې يو بل لوي مشكل رامخې ته شوې٬ د څلورو واړو صوبو لويه برخه په اوبو كښې ډوبه وه او 3 كروړه 30 لكه كسان ځپلي شوي٬ د بي آئي اېس پي له مخې 70 اربه روپۍ په ځپليو كښې په سپېځلې ډول وېشلې شوې دي٬ د دوست هېوادونو او نورو ذريعو څخه ترلاسه مرسته د دې نه علاوه وه٬ صوبو خپلو وسائلو سره په دې كښې برخه اچولې ٬ 18 نه تر 20 اربه روپۍ اېن ډي اېم اے وركړې۔ ده ووئيل د بي آئي اېس پي له مخې تعليمي وظائف وركولې كېږي خو دا سكالرشپس تعليم جاري ساتلو سره مشروط كول پكار دي۔ وزيراعظم ووئيل بي آئي اېس پي د بېنظير بهټو وژن ٶ د دې پروګرام زياتولو ته اړتيا ده۔ وزيراعظم دې پروګرام لپاره په بهرنۍ مرستې د دوست هېوادونو او سفيرانو مننه كولو سره ووئيل چې پروګرام لپاره چې څومره هم معاونت وكړې شي كم دے د دې له مخې به مونږ خپلو كوچيانو ته په سكولونو او كالجونو كښې تعليم وركړې شو او د ټولنې د مستحق طبقو به مرسته وكړې شؤ۔ وزيراعظم ووئيل د دې پروګرام مقصد په اولس كښې خېرات تقسيمول نه دي بلكې دوي پخپلو پښو ودرولو سره د كار وګړي جوړول دي۔ وزيراعظم آئي اېم اېف سره لوظنامې لپاره په معاونت د دوست هېوادونو هم مننه وكړه

مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں