د پاكستان او چين د ملګرتيا ګټه وره رشته په باور او شريك احترام اډانه ده٬سنكيانګ يواځې تجارتي او مواصلاتي راهداري نه بلكې د دوو لويو قامونو د تړلو سبب هم ګرځي۔ د وزيراعظم انوار الحق كاكړ خطاب

image

اورومچي 20 اکتوبر (اے پي پي)نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئېلي دي د پاكستان او چين د ملګرتيا ګټه وره رشته په باور او شريك احترام اډانه ده٬سنكيانګ يواځې تجارتي او مواصلاتي راهداري نه بلكې دوه لويې قومونه د تړلو سبب هم ګرځي٬په چين كښې پاكستاني زده كوونكي دې پاكستان كښې د سېلګرۍ ودې لپاره كردار ادا كړي۔د جمعې په ورځ د سنكيانګ پوهنتون استاذانو او زده كوونكو ته خطاب كولو په مهال لنډ مهاله وزيراعظم ووئيل پاكستان چين سره لازواله تزويراتي شراكتدارۍ ته لا پراختيا وركولو له عزم پخلے كوي٬ سنكيانګ يواځې تجارتي او مواصلاتي راهداري نه بلكې دوه لويې قامونه د تړلو سبب هم ګرځي۔ده ووئيل د ګاونډي توب سره سره شريك كلتور له امله سنكيانګ د پاكستانيانو په زړونو كښې خاص اهميت لري٬خنجراب بارډر پاكستان او چين يو بل سره منسلك كوي٬ د پاكستان او چين د ملګرتيا ګټه وره رشته په باور او د شريك احترام په بنياد اډانه ده۔ده ووئيل سي پېك نوې دور ته داخل شوے ٬سي پیك بي آر آئي له مخې يو جامع پروژه ده٬د دواړو هېوادونو اولسونو ترمينځه به رابطو څخه سيمه ايز امن ته وده ترلاسه شي٬سي پیك كښې ګوادر ته مركزي حېثيت ترلاسه دے ٬ د سي پیك څخه به صنعتي پرمختګ٬روزګار٬معدنيات او آئي ټي ته وده ترلاسه شي۔ده ووئيل خنجراب او سوست بارډر تجارت لپاره د لا آسانيو وړ كولو لپاره عزم لرو ۔د دې نه پس په سنكيانګ پوهنتون كښې زده كوونكو سره په ملاقات كښې وزيراعظم ووئيل هڅه ده چې د زيات نه زيات پاكستاني زده كونكي سنكيانګ كښې تعليم ترلاسه كړي٬د سېلګرۍ ودې لپاره به دوه اړخيزه اقدامات كولې شي٬چين ډېر ښائسته هېواد او د ښو خلقو ټولنه ده٬ ده ووئېل ځوانان د كوم هم ټولنې پرمختګ مهم جز وي ٬د پرمختګ لپاره به د ژوند مقصد متعين كول وي٬ د چين زده كوونكي دې په پاكستان كښې د سېلګرۍ ودې لپاره كردار ادا كړي٬شريكه شراكتداري د وخت تېرېدو سره سره لا قوي كېږي۔

مضمون کا ماخذ : پھل اور سات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں