لاهور 30 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د پاکستان او آئي اېم اېف ترمېنځه د سټاف ليول لوظنامې نه پس به د اېګزېكټو بورډ څخه منظوري اخستې شي٬ د بشپړه سفارتكارۍ او سختې خوارۍ نه پس د پاکستان او آئي اېم اېف ترمېنځه د 3 اربه ډالرو د سټاف ليول لوظنامه ممكن شوې، د آئي اېم اېف لوظنامې سره به د هېواد معيشت مستحكم شي٬ د تېرو دريو مياشتو په مهال چين پاكستان د ديواليه كېدو نه بچ كړې، سعودي عرب او متحده عرب امارات زمونږ بشپړه ملګرتيا كړې٬ د هېواد معيشت بحالۍ لپاره جامع منصوبه جوړه كړې شوې ده٬ په موده ترسره كېدو به حكومت پرېږدو٬ د ټاكنو نېټه وركول او الېكشن كول د ټاكنو كمېسون كار دے، نواز شريف درملنې لپاره بهر هېواد كښې دې٬ ډېر زر به هېواد ته راستون شي، فتنے يو كال سازش كولو سره هېواد تباه كړې٬ د موجوده حكومت په دور كښې د يوې روپۍ د كرپشن كېس نه دې رامخې ته شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په پرېس كنفرنس كښې كړې۔ په دې موقع وفاقي وزيران اسحاق ډار، مريم اورنګزېب او د پنجاب ګورنر انجينئر بليغ الرحمن هم موجود ٶ۔ وزيراعظم ووئيل ويړې اسلامي نړۍ او پاكستان كښې مېشته وروڼو خوېندو ته د اختر مباركي وائم٬ د الله پاك نه دعا غواړو چې د دې اسلامي تهوار په نتيجه كښې پاکستان د پرمختګ او سوكالۍ په ور سم شي او د ستونزو ئې خاتمه وشي۔ ده ووئيل آئي اېم اېف سره د سو مياشتو راهسې زمونږ خبرې جاري وي او نن په زړه پورې تنيجې ته ورسېدې٬ په دې لړ كښې آئي اېم اېف هم بيان كړېدے، د دې معاشي بوجھ او اولس له د زياتو تكليفونو سبب پوهېدل ضروري دي، لوے اختر د ايثار او قربانۍ نامه ده او په قرآن كريم كښې په دې لړ كښې واضح پېغام دے، لوے اختر د ايثار او قربانۍ ھغه جذبه ده كوم چې يوه كورنۍ٬ ټولنه او قامونه د ستونزو نه بهر كوي٬ د قامونو يوالي او د شپې او ورځې محنت څخه د ستونزو نه په وتلو كښې مرسته ترلاسه كېږي او کاميابۍ ترلاسه كېږي۔ وزيراعظم ووئيل تر كال 2018 هېواد د نواز شريف په مشرۍ كښې د لوي څښتن په فضل ډېر په تېزۍ سره د پرمختګ په لار روان ٶ، زمونږ بدترين ناقدينو هم په دې د اختلاف كولو جرات نه كوٶ ځكه چې زمونږ د پرمختګ شرح په كال 17-2018 كښې 6.2 وه او پاكستان نړۍ كښې په تندۍ سره پرمختګ كوٶنكې معيشتونو كښې شمېرلې كېدو٬ د شل شل ساعته لوډشېډنګ خاتمه شوې وه٬ په سي پېك په تندۍ سره كار كېدو٬ د برېښنا منصوبې بشپړېدې٬ په پن برېښنا كار پېل ٶ، د سړكونو نېټ خپور شوې٬ د لمر تون او ونډ پاور منصوبې لګېدې٬ پاكستان د نړۍ نورو قامونو سره د پرمختګ په زغل كښې مخ په وړاندې روان ٶ۔ ده ووئيل د بدترين ټګۍ د لارې عمران نيازي د قتدار په چوكۍ په زبرستۍ كېښنولې شو، آر ټي اېس بند شو٬ په تاريخ په وړومبي ځل كليوالو سيمو كښې د ټاكنو نتيجې په څو ساعته كښې راغلے او په ښاريو كښې نتيجې كښې د ورځو نا د اوونيو تاخير وشو، ھغه د تاريخ بدترين ټاكنې وې۔ وزيراعظم ووئيل پخواني حكومت آئي اېم اېف سره په خبرو كښې وېره كوله چې په سبب ئې د 6 مياشتو تاخير وشو او دې سره هېواد ته لوے زيان وشو، بيا آئي اېم اېف سره لوظنانه وشو او د ھغې خلاف ورزي ئۍ وكړه او د پاكستان عزت ته د رسولو ناوړه هڅه وشوه او د نړيوالو ادارو په پاكستان باور ته زيان ورسېد۔ ده ووئيل بيا په نړۍ كښې د كرونا په سبب د پرمختګ رفتار متاثره شو خو د كرونا په مهال چې څه ترلاسه كېدل شول په ھغې نه د مجرمانه غفلت په سبب ګټه پورته نه كړې شوه، قدرتي ګاز، اېل اېن جي د کرونا په مهال دريو ډالرو ته راغلے ٶ د ھغې سودا ونه كړې شوه چې زيان ئې ورسته قام ته ورسېد۔ ده ووئيل د آئي اېم اېف لوظنامې سره به د پاكستان معيشت مستحكم شي٬ په جولائي كښې به د زرمبادله پانګې 14 اربه ډالره ته ورسي٬ عمران خان خپله تنخا زياته كړې٬ زمونږ حكومت د سركاري ملازمانو په تنخاګانو كښې د 30 نه تر 35 فېصده اضافه كړې او په پنشن كښې 17.5 فيصده اضافه شوې۔ په دې موقع د يوې پوښتنې په ځواب د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل په اوسني دور كښې په يو خبريال تشدد نه دې شوې٬ كه خبريالان تحفظات لري نو په ګډه به ئې حل كوٶ۔