د پاك پروردګار په فضل او بيا د پاكستاني سفارت په بشپړه هڅه سوډان څخه د زر پاكستانيانو راويستل عملي كړې شؤ٬ خارجه دفتر

image

اسلام آباد۔2مئی (اے پی پی) خارجه دفتر وئيلي دي چې د سوډان نه د 1000 پاکستانيانو په محفوظه توګه راويستل د پاك پروردګار په فضل او بيا په خرطوم كښې د پاكستاني سفارت په بشپړو هڅو عملي كړې شوي دي۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې په سوډان كښې د پاكستان سفير مير بهروز ريګي په مشرۍ كښې د پاكستانيانو د راويستلو عمل كښې د سعودي عربستان او چين سره سره په جده او اسلام آباد كښې زمونږ ډلو بشپړه مرسته وكړه چې په نتيجه كښې يۍ مونږ كاميابۍ سره زر پاكستانيان سوډان څخه خپل هېواد ته رارسولې دي۔ د خارجه دفتر له مخې دې سره سوډان څخه زمونږ د پاكستانيانو راويستلو روانې كارروايۍ پايې ته ورسېدې۔ په بيان كښې دا هم وئيلې شوي چې د وروستي پاكستاني حفاظت سره د بېرته رارسولو له به د جدې د لارې د راويستلو لړۍ روانه ساتلې شي۔

مضمون کا ماخذ : بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں