اسلام آباد۔21ستمبر(اے پی پی) پاكستان كښې د سخت سېلاب د لاسه ستونزو سره مخ شوو وګړو لپاره بهر هېوادونو څخه د مرستې پروازونو راتګ لړۍ روانه ده٬ تر دې دمه د بېلو هېوادونو څخه 119 پروازونه د مرستې سامان سره پاكستان ته رارسېدلې دي۔ د شورؤ په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوو شمېرو له مخې د سېلاب ځپليو مرستې لپاره د متحده عرب امارات لخوا تر دې دمه 41، تركيه 13، چین 4، ازبکستان 1 ٬ قطر 4 ٬ فرانس 1 ٬ يونېسېف 3 ٬ يو اېن اېچ آر 13 ٬ تركمانستان او اردن 1 ٬ 1 ٬د خوراك نړيوالې ادارې 3 ٬ امريكا 21 برطانيه 1 ٬ د عمان 6 ٬ د يونان 1 او د سعودي عربستان 3 پروازونه د مرستې سامان سره پاكستان ته رارسېدلې دي۔ دې سره سره تركيه څخه د دوو ټركونو او دوه رېل ګاډو ٬ تاجكستان څخه د 87 ټرکونو او عمان څخه د يوې بحري بېړۍ دلارې د مرستې سامان پاكستان ته رارسېدلے دے