پاکستان په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره خپل كردار لوبوي٬ په افغانستان كښې د بشري او اقتصادي بحران مخنيوي لپاره هڅې كوٶ۔ خارجه سېكرټري او د انسټي ټيوټ آف ستراتېژك سټډيز اسلام آباد مشر سهېل محمود

image

اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) خارجه سېكرټري او د انسټي ټيوټ آف ستراتېژك سټډيز اسلام آباد مشر سهېل محمود وئيلي دي پاکستان په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره خپل كردار لوبوي٬ په افغانستان كښې د بشري او اقتصادي بحران مخنيوي لپاره هڅې كوٶ٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د شريكو روابطو عمل روان دے، پاکستان د افغانستان جامع او بشپړ ملاتړ كوي٬پاکستان په افغانستان كښې په اګست 2021 كښې د حكومت بدلېدو نه پس د غېر ملكي وګړو او مرستندويه ادارو د كاركنانو انخلاء له مرسته كړې٬ په اسلام آباد كښې د افغانستان په اړه د او آئي سي د کنفرنس مو تابيا كرې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په انسټي ټيوټ آف ستراتېژك سټډيز اسلام آباد كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل پاکستان د افغانستان په كنګل شوو مالياتي اثاثو د لګولې شوو بنديزونو خاتمې لپاره وكالت كړے۔ سهېل محمود ووئيل پاکستان او افغانستان په جغرافيائي ، مشترکه تاريخ ،ژبه او مذهبي رشتو تړلې شوي٬ ده ووئېل سوله ايز افغانستان د پاكستان په ګټه دے٬ مونږ خواهش لرو چې په افغانستان كښې سياسي استحکام او په هېواد كښې تل پاتې خوشحالي راشي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں