د پوليو په ضد جنګ كښې مونږ ټول يو يوو ٬ د پولو په ضد به شريكې هلې ځلې روانې ساتوو ٬ عبد القادر پټېل

image

اسلام آباد۔8مئی(اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير عبد القادر پټېل وئيلي دي چې د پوليو په ضد جنګ كښې يو موټي يوو او د پوليو په ضد به د ګډې هڅې روانې ساتؤ۔ د ګل په ورځ د وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير ووئيل پاکستان او افغانستان په نړۍ كښې يوازيني هېوادونه دي چرته چې پوليو موجود ده او له دې كبله د دواړو ترمينځه د وائرس يو بل ته د منتقل كېدو خطره په ځايې پاتې كېږي۔ ده ووئيل د خېبر پختونخوا پېښور او هنګو ضلعو څخه په اخستلې شويو ماحولياتي نمونو كښې د پوليو وائرس تصديق شوے دے۔ ده خواست وكړو چې په ماحول كښې د پوليو وائرس موجودګي هر ماشوم لپاره خطر دے۔ ماشومان ټول عمري معذورۍ څخه بچ كولو له دې مور پلار دوئي ته د مئي په مياشت كښې د پوليو كمپائن په مهال حفاظتي قطرې ضرور وركړي۔ د قومی ایمرجنسی آپرېشن سېنټر کوارډینېټر ډاکټر شهزاد بېګ ووئيل وائرس خلقو سره يو ځايې څخه بل ځايې ته منتقل كېږي۔ ده ووئيل دې څخه وړاندې په جنورۍ كښې په لاهور كښې په ماحولياتي نمونو كښې پوليو وائرس موندلے شوے وو د كوم جینیاتی تعلق چې په ننګرهار كښې پوليو وائرس سره وو۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو په ماشومانو كښې قوت مدافعت سوا كولو له پاكستان او افغانستان په روانه مياشت كښې پوليو كمپائن پېل كوي۔ پاكستان كښې به دا كمپائن د روانې مياشتې 15 مې نېټې څخه پېل كېږي په كوم كښې به چې د پېښور او هنګو په شمول افغانستان سره تړون لرونكو یونین کونسلز كښې 2.3 کروړه كوچنيانو ته وېكسين وركولے شي۔ په افغانستا كښې دا كمپائن د روانې مياشتې په 14 مه نېټه پېل كېږي۔ د روان كال په مهال پاكستان كښې د پوليو يو كېس رپورټ شوے دے۔ د پولیو د لاسه تر 5 كاله عمر كوچنيان ځپلې كېږي۔ د پوليو كمپائن كښې برخه اخستل زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں