د صحت تحفظ قامي تګلاره 28-2024 د صحت مند سباؤن پلو مزل كښې لويه كاميابي ده۔ډاکټر مختار احمد بھرتھ

image

اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) د وزیراعظم د قامي روغتيا په اړه کوآرډینیټر ډاکټر مختاراحمد بھرتھ وئيلي دي د صحت تحفظ قامي تګلاره 28-2024 د صحت مند سباؤن پلو مزل كښې لويه كاميابي ده، نېشنل ایکشن پلان د هر پاکستاني حفاظت، صحت او خوشحالی باوري كولو له د حكومت د عزم څرګندونه ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د صحت تحفظ قامي تګلارې 2024۔2028 په اړه دستوري ته وينا كښې وكړه۔ ډاکټرمختار احمد بھرتھ ووئيل د صحت د تحفظ قامي تګلاره د صحت مند سباؤن پلو د پاکستان مزل كښې يوه لويه كاميابي او د صحت تحفظ په اړه د قامي منصوبې تکنیکی دستاویز هیلتھ سکیورټي لپاره پالیسي فریم ورك هم دے۔ده ووئيل نېشنل ایکشن پلان د هر پاکستاني حفاظت، صحت او خوشحالی باوري كولو له د حکومت د عزم څرګندونه ده،د صحت تحفظ په اړه قامي تګلارې مقاصد د پاکستان پراخه قامي صحت وژن سره همغږي لري۔ ډاکټر مختار بھرتھ ووئيل د صحت حفاظت ته پام لرنه كول به د معاشي استحکام او سماجي ښېګړې سبب وګرځي، د هیلتھ سکیورټي نېشنل ایکشن پلان كوټلي دستاویز كښې په قامي او صوبائي كچه آپریشنل منصوبې شاملې دي۔ آپریشنل منصوبې به راروانو 5 كلونو لپاره د مخ په وړاندې تللو لارې جوړوي۔ډاکټر مختار بھرتھ ووئيل په تکنیکي معاونت د برتانيه حكومت او پاکستان كښې د برتانيه هائی کمېشن مننه كوم،د برتانيه غیر متزلزل مرسته د صحت په اړه قامي تګلارې جوړولو او نورو اقداماتو باندې عمل درآمد لپاره مهمه وه۔ده ووئيل د صحت تحفظ په اړه په قامي منصوبې عمل درآمد په مهال د ګډ ګورننس اصولو ته وده وركول او كوټلي ذمه وارۍ ته اړتيا ده،قوي فریم ورك كښې سرمایه کارۍ سره به ټولو ښارونو لپاره يو صحت مند، محفوظ سباؤن له لاره جوړه شي۔ډاکټر مختار بھرتھ ووئيل صحت تحفظ له د شراکت دارو او نړيوالو مرستيالو ادارو او د روغتيا نړيوالې ادارې مننه كوو۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں