اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د مواصلاتو، نجکارۍ او سرمايه کاري بورډ وفاقي وزير عبدالعليم خان وئيلي د پاکستان پوسټ موجوده خساره د نه قبلولو وړ،په نوې بزنس ماډل به عمل درآمد کول وي،پاکستان پوسټ به د نادرا او نورو ادارو سره په شريكه خپله ريونيو زياتوي، پاکستان پوسټ كښې به د موجوده عهد تقاضو له مخې نوي اصلاحات كول وي۔د مواصلاتو وزارت د اړخه د خالي په ورځ جاري شوې اعلاميې له مخې د پاکستان پوسټ ادارے موجوده کارکردګي ښه كولو له په هنګامي بنيادونو د نوي اقدامات کولو پريكړه شوي۔د مواصلات، نجکارۍ او سرمايه کارۍ بورډ وفاقي وزير عبدالعليم خان پاکستان پوسټ ته ښه والي له نوې ټاسك سپارلې دے۔وفاقي وزير عبدالعليم خان ووئيل پاکستان پوسټ موجوده خساره د نه قبللولو وړ ده،په نوې بزنس ماډل به عمل درآمد کول وي، پاکستان پوسټ به د نادرا او نورو ادارو سره په شريكه خپله ريونيو زياتوي،د خپلي ودانۍ کمرشل استعمال سره به پاکستان پوسټ له خپل مالي وسائل زياتول وي، پاکستان پوسټ كښې به د موجوده عهد د تقاضو له مخې نوې اصلاحات كول وي۔ وفاقي وزير ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې پاکستان پوسټ پرسنلائزډ سټيمپ، آټومېشن او ډيجټيلائزيشن او نور اقدامات کوي،وړومبي پړاؤ كښې به د پاکستان پوسټ 50 ودانو ، دويم كښې د 100 او دريم كښې د 200 ودانو کمرشل استعمال تجويز د منصوبې برخه ده۔