اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال وئيلي دي موجوده حکومت اولسي سهولتونه په سياسي بنيادونو ختمولو باوري نه لري٬ په صحت كارډز كښې ځېنې بې قاعدګۍ رامخې ته شوې٬ كومې چې سټېټ لائف سره په ګډه لرې كوٶ٬ توقع ده چې د اسلام آباد په روغتونونو كښې به صحت كارډ بحال شي۔ د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د ډاکټر مهرين نواز بھټو د پوښتنې په ځواب جام کمال ووئيل د سي اېس جي پروموشن بورډ غونډه تر اوسه نه د شوې٬ دغه غونډه چې څنګه وشي په پمز كښې به د ايګزيکټوډائريکټر تعيناتي وشي٬ په پمز كښې طبي سهولتونه يوازې په ضروري فهرست كښې د شامل آئټمز له مخئ وركولې كېږي٬ د بجټ د كمي مسئله ده٬ يوه داسې اداره نشته چې بې قاعدګي پكښې نه وي٬ په محکمانه آډټ کمېټۍ كښې به دې معاملې ته كنته كولې شي۔ ده ووئېل هيلتھ کارډز هم په داسې سبب په پمز كښې بند كرې شوے ؤ ځګه چې ځينې بې قاعدګۍ رامخې ته شوې وې٬ كومې چې سټېټ لائف سره په ګډه لرې كوٶ