قامي اسمبلۍ كښې د بېلا بېلو سياسي ګوندونو غړو د ګرفتارۍ په بابله د اياز صادق د كردار ستائنه وكړه ٬

image

اسلام آباد 11 ستمبر(اے پي پي)په قامي اسمبلۍ كښې د سياسي ګوندونو غړو د پارليمان ودانۍ څخه د كرفتارۍ په بابله د سپيكر سردار اياز صادق كردار ستائنه كولو سره د ماحول لا ښه والي لپاره د خبرو اترو ودې له د لا اقدامات په ضرورت زور راوړے۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پارليماني مسئلو حل٬آئين او رولز آف بزنس په اړه په 16 غړو مشتمل خاص كمېټي جوړولو تحريك منظورۍ نه پس د اېم كيو اېم غړي مصطفٰی كمال ووئېل سپيكر د ګرفتار كړے شوو غړو په اړه چې كوم اقدامات كړي هغه د ستائنې وړ دي۔سپيكر د هيلو نه په زياتو اقداماتو كولو د كرسۍ حق ادا كړے۔ده ووئيل كومو مشرانو چې دلته خبره كړې د هغې څخه انكار نشته خو اصل مسئله د پاپولزم او د پاپولرټي ده۔داسې ګڼلې كېږي كه چرې اسټېبلشمنټ ته بدې خبرې ونه كړې شي او مخالفينو ته بدې ردې ونه وئېلې شي نو تاسو به نه مقبول كېږۍد دې بيانيې له امله د هېواد په ځوانانو كښې كركه خپره شوې۔ده ووئيل په دې حالاتو كښې كه چرې څوك د افهام او تفهيم خبره كوي نو د هغوي خبر نه جوړېږي۔ده ووئيل سپيكر چې كوم اقدامات كوي په دې دائره كار كښې پراختيا كول پكار ده۔ د پي ټي ائي غړي عاطف خان ووئيل اصل معامله د ګرفتارۍ د پېښو د پلټنو ده٬دا د وياړ خبره نه ده چې يوه ورځ څوك وزيراعظم وي او د دې نه پس زندان ته لاړ شي۔ده ووئيل ميثاق جمهوريت كښې دا ترسره شوې وه چې د سياسي ګوندونو نه علاوه به نورې ادارې په سياسي عمل كښې نه شي شاملېدې۔محمود خان اچكزئي ووئيل په پارليمان بريد كول د قبولو وړ نه دے۔د اپوزېشن لخوا وعده كوو چې د آئين او پارليمان سرلوړۍ لپاره مونږ د سپيكر سره ولاړ يو۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف ووئېل په پارليمان كښې چې څه شوي د دې څوك هم ملاتړ نه كوي ٬ دا زمونږ د ټولو زيان دے۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف ووئيل يو كس كنځلې كوي او د وفاق او آئين چېلنج كولو نه پس بېرته ځي٬د دې غندنه هم كول پكار ده۔خواجه شيراز ووئيل د سپيكر كردار د ستائنې وړ دے٬په بلوچستان كښې په شوو اوسنو پېښو په ايوان كښې بحث ضرورې دے٬هلته امنيتي اهلكاران او عام پاكستاني وګړي شهيدان شوي۔داخله وزير له ايوان ته راتلل پكار دي۔خواجه آصف ووئيل په بلوچستان كښې بې ګناه خلق شهيدان كړې شوي ٬د كچے په سيمه كښې پوليس شهيدان شوې٬په دې معامله په ايوان كښې د خبرو اترو وړاندېز ښه دے۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں