اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي پاك فضائيه د كم وسائلو باوجود ستمبر جنګ كښې د دښمن ناپاكه عزائم ناكامه كړي،زمونږ سپاهيانو د 1965 په جنګ كښې فضاﺀ كښې بشپړه حكمراني قائم كړې ، اېم اېم عالم يوه دقيقه كښې دننه د دښمن 5 الوتكي رانسكوري كړې او يو تاريخ ئې جوړ كړې۔ د كورنيو چارو وزارت د اړخه د خالي په ورځ فضائيه په ورځ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په خپل پيغام كښې ووئيل د هېواد فضائي حدود حفاظت لپاره هر وخت چمتو د پاك فضائيه سپاهيانو ته پيرزوئنې وړاندې كوم۔ محسن نقوي ووئيل پاك فضائيه د كم وسائلو باوجود ستمبر جنګ كښې د دښمن ناپاكه عزائم ناكامه كړي،زمونږ سپاهيانو د 1965 په جنګ كښې په فضاﺀ كښې بشپړه حكمراني قائم كړې، اېم اېم عالم يوه دقيقه كښې دننه د دښمن 5 الوتكي رانسكوري كړې او يو تاريخ ئې جوړ كړې۔ده ووئيل په 7ستمبر د پا ك فضائيه سپاهيانو د مكار دښمن د فضائي طاقت غرور مات كړې،د پاكستان سپاهيانو د جرأت، شجاعت او بهادرۍ يو نوې تاريخ جوړ كړې، د 7ستمبر 1965ء ورځ د پاك فضائيه د تاريخ سنهري باب دے۔ محسن نقوي ووئيل د پاك فضائيه سپاهيانو بے مثال خذمات او لازوال قربانۍ به قام عمر له ياد ساتي، د پاك فضائيه د شهيدانو بهادرۍ او جذبے ته سلام كوم، د دښمن بريد شنډولو كښې د پاك فضائيه كردار به په تاريخ كښې عمر له ياد ساتلے شي۔