د بېلاروس صدرلوكاشينكو د پاكستان دورې بشپړولو څخه وروستو خپل وطن ته روان شو

image

اسلام آباد۔27نومبر (اے پی پی) د بیلاروس صدر الېګزېنډر لوکاشینکو د پاكستان درې ورځنۍ دورې بشپړولو څخه وروستو خپل هېواد ته روان شوے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د بېلاروس صدر ته په مخه ښه اووې۔ د دورې په مهال يو شمېر اېم او يوز او لوظنامې لاس ليك شوې چې ورسره به د دواړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي اړيكې لا پراخه شي۔ د بېلاروس صدر سره د مهمو كاروباري شخصياتو او سرمايه كارو پلاوې هم پاكستان ته راغلے ؤ كومو چې د پاكستان كاروباري شخصيات سره كامياب او ګټور ملاقاتونه وكړل۔ وزیراعظم د بېلاروس صدر ته د هغه د درې ورځنۍ دورې د عكسونو البم هم وركړو۔ نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ هم په دې موقع موجود وو

مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں