اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي)د سېنېټر كامل علي آغا په مشرۍ كښې د سائنس او ټېكنالوجي لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ وشوه۔د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د سېنېټ قائمه كمېټۍ په اتفاق سره د ” د كينابس كنټرول اينډ ريګوليټري اتهارټي بل 2024″ منظور كړو ۔كمېټۍ دا بل د تفصيلي غور نه پس د بدلون سره منظور كړو ۔د پاکستان کونسل آف سائنټفک ریسرچ (پی سی ایس آئی آر) چيئرمېن ډاكتر سيد حسېن عابدي ووئيل د بل مقصد د بهنګ كر او مينو فيكچرنګ ريګوليټ كولو سره صحت عامه باوري كول دي۔ده ووئيل بهنګ د صنعتي او داروګانو مقاصد لپاره استعمالولې شي۔سېنیټر مصدق ملك ووئيل د بهنګ كارول يوازې تر داروګانو محدود كېدې شي او د بهنګ غلط استعمال مخ نيوي لپاره ضروري حفاظتي اقدامات پكار دي۔په غونډه كښې سېنېټرانو ډاكټر افنان اللہ خان، جان محمد، حسنه بانو، مصدق ملک، ناصر محمود، سید شبلی فراز،د سائنس و ټیکنالوجی وزارت سیکرټری ساجد بلوچ، د دفاع وزارت لنډ مهاله سېكرټري اشفاق كياني٬د پاكستان كونسل آف سائنټفك ريسرچ سېكرټري ډاكټر سيد حسېن عابدي او د اړوندو محكمو چارواكو ګډون وكړو۔