ګلګت 14اګست (اے پي پي) د ګلګت بلتستان حکومت د وزيراعظم عمران خان وژن او هدايات په رڼا كښې د آزادۍ ورځ ’’ګرين ډے‘‘ په توګه ولمانځله۔په دجې لړ كښې د ګلګت بلتستان ګورنر راجه جلال مقپون، د ګلګت بلتستان فورس کمانډر مينجر جنرل جواد احمد قاضي،چيف سيکرټري ،صوبائي وزيرانو تاريخي چنار باغ ګلګت كښې يو يو بوټي نال كړو۔په دې موقع د ګلګت بلتستان ګورنر ووئيل وزير اعظم پاکستان عمران خان دې منفرد ويژن ترمخه د پاكستان جشن آزادۍ په دې ښه موقع به د ګلګت بلتستان په ټولو لسو ضلعو كښې بوټي نالولې شي او شين پاکستان وژن كښې به مهم كردار ترسره كولې شي۔