اسلام آباد۔30 اګست(اے پی پی) د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس د لاسه د پنجاب نه پس په خېبر پښتونخوا كښې تر ټولو زيات كسان مړه شوي ۔ ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال 66 كسان مړه شوي كومو كښې چې 26 رنځوران په وېنټيلېترز وو۔ د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر لخوا د جاري شوو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال ګرد هېواد كښې د 3 زره 800 كسانو د كووډ- 19 ټېسټ مثبت راغلے۔دغسې هېواد كښې د كورونا وائرس نور 56 زره 279 تېسټونه وكړے شول۔ تر دې دمه كورونا څخه په مجموعي توګه 10 لکه 36 زره 921 رنځوران ښه شوي هم دي۔ ګرد هېواد كښې د كووېډ-19 اېكټو كېسونو شمېره 93 زره 690 او د ځپليو 11 لکه 56 زره 281 ده۔ تر دې دمه دې ناروغتيا څخه 25 زره 670 كسان مړه شوي۔ دغسې ګرد هېواد كښې په مجموعي توګه د كورونا وائرس 1 کروړ 77 لکه 4 زره 220 ټېسټونه شوي۔ دلته دا خبره هم د يادونې وړ ده ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس لپاره بېلو كړو 639 روغتونونو كښې دا مهال 6 زره 150 رنځوران داخل دي ۔