حضرت امام حسېن عليه السلام د بهادرۍ او شجاعت داستان رقم كړے۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد 19 اګست(اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې حضرت امام حسېن عليه السلام د بهادرۍ او شجاعت داستان رقم كړے۔د زيارت په ورځ د عاشورې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې ده ووئيل چې د حضرت امام حسېن عليه السلام پیغام د انسانيت لپاره د ډاډګيرنې سوب دے٬امام حسېن عليه السلام د ظلم په ضد د مقاؤمت بېرغ هسك كولو سرهد شجاعت او بهادرۍ اصول وضع كړي۔ده ووئيل چې د حضرت امام حسېن عليه السلام د كردار او عزم او همت څخه په سختو حالاتو كښې سبق ترلاسه كېدې شي۔خارجه وزير دعا وكړه چې لوے څښتن دې مونږ د خپل كردار٬ايمان او همت د لارې د حضرت امام حسېن عليه السلام په اسوه حسنه عمل كولو سره په ټولو ستونزو كښې بريالي كړي

مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں