په افغانستان كښې پوخ امن لپاره دې ټولې ډلې د ذمه وارۍ څرګندونه كولو سره د سياسي حل پلو مخ په وړاندې لاړې شي٬نړيواله ټولنه دې هم په افغانستان كښې سياسي حل لپاره خپل كردار ترسره كړي۔د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري

image

اسلام آباد 16اګست (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري وئېلي دي په افغانستان كښې په تندۍ سره بدلېدونكې صورتحال تر مخه په افغانستان كښې سياسي حل ضرورې دے۔په افغانستان كښې پوخ امن او ورسره خوشحالي د پاكستان په ګټه ده٬پاكستان د افغانستان د سولې عمل مخ په وړاندې بوتللو لپاره كليدي كردار ترسره كړے۔په دې وخت كښې ضروري ده چې په افغانستان كښې پوخ امن لپاره ټولې ډلې د ذمه وارۍ څرګندونه كولو سره د سياسي حل پلو مخ په وړاندې لاړې شي٬نړيواله ټولنه دې هم په افغانستان كښې سياسي حل لپاره خپل كردار ترسره كړي۔د ګل په ورځ نجي ټي وي سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د افغانستان اولس د تېرو 4 لسيزو څخه په جنګ كښې تر ټولو زيات ستونزو سره مخ شوے۔د افغانستان نه پس د امريكې او طالبانو ترمينځه په جنګ كښې زيات زيان پاكستان ته رسېدلے۔د افغانستان خاوره به د پاكستان په ضد ترهه ګرۍ لپاره كارېدله او د دې په وجه پاكستان د 80 زره خلكو قربانۍ وركړي او په معاشي توګه مونږ ته د يو نيم اربه ډالرو زيان رسېدلے ځكه پاكستان تل په افغانستان كښې امن غوښتے۔ده ووئيل زمونږ مقصد د افغانستان د اولس بهتري وه٬د افغانستان په اوسني صورتحال كښې سياسي حل ډېر مهم دے۔په افغانستان كښې امن لپاره دا يوه غوره موقع ده چې په نړيواله توګه اتفاق راپیدا شي او نړيواله ټولنه سياسي حل لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ده ووئيل پاكستان تل په افغانستان كښې امن لپاره هڅې كړي٬مونږ اوس هم ګڼو چې د افغانستان مسئلې حل كولو لپاره د سياسي حل ضرورت دے۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال آن لائن خریداری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں