د نادرا ډېټا د الېكټرانك ووټنګ مشينانو سره په پېوستكولو به د 21مې پېړۍ تر ټولو غوره ټول ټاكنې كوٶ، د وزيراعظم عمران خان د نادرا هېډكوارټر دورې په مهال خبرې

image

 

اسلام آباد13اګست (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د ډېټا او ټيكنالوجۍ استعمال سره به په پاكستان كښې مونږ په وړومبي ځل داسې سپېځلې ټاكنې كوو چې نتيجې ئې ټولو لپاره د قبلولو وړ وي، د حكومت اصل كار د وګړو په ژوند كښې آسانۍ راپېدا كول دي۔ د جمعې په ورځ وزيراعظم عمران خان د نادارهېډكوارټرز دوره كړې۔ په دې موقع وزيراعظم  د نادرا د نوي موبائل رجسټرېشن وېن منصوبې پرانسته وكړه٬ د دورې په مهال وزيراعظم ته د اېلين رجسټرېشن كارډز ، پاككووډ۔ 19 موبائل ويكسينېشن پاس، د قامي تصديق او تجديد كمپائن، او د نادرا د نوې رجسټرېشن سنټرز/ نوې موبائل رجسټرېشن وېن په اقدامات بريفنګ هم وركړے شو۔ وزيراعظم په دې موقع د نادرا د نېشنل ډېټا وئير هاؤس او آپرېشن روم دوره هم وكړه۔د دورې په مهال وزيراعظم ووئيل د اېلين رجسټرېشن كارډز اجراء سره به د غېر ملكيانو كاروبار په باضابطه توګه په قامي چوكاټ كښې شامل كړے شي،پاكستان كښې 30 لكه افغان كډوال ژوند كوي كومو لپاره چې د نادرا ډېټا د اهميت وړ ده ٬ دې اقدام سره به د افغان كډوالو پشمول نور غېر رجسټرډ كسان په قامي چوكاټ كښې شامل شي٬ ھغوي به بېنك اكاٶنټ خلاصولے شي او كاروبار به هم كولے شي۔ وزيراعظم ووئيل د حكومت اصل كار د وګړو په ژوند كښې آسانۍ راپېدا كول دي٬ د ډېټا او ټيكنالوجۍ استعمال سره به په پاكستان كښې مونږ په وړومبي ځل داسې سپېځلې ټاكنې وكړو چې نتيجې به ئې ټولو لپاره د قبلولو وړ وي٬ د نادرا ډېټا به د الېكټرانك ووټنګ مشينانو سره په پېوست كولو د 21مې پېړۍ تر ټولو غورهټول ټاكنې كوٶ او دې اقدام سره به د جعلي ووټ او ټهپه سسټم خاتمه وشي۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں