د پي آئي اے خاص الوتكې يو ځل بيا د كابل څخه مسافر بېرته پاكستان ته راورسول

image

اسلام آباد 19 اګست (اے پی پی)د پي آئي اے يوې خاص الوتكې په دوهم ځل د كابل څخه مسافر پاكستان ته رارسولي۔پرواز سهار 7 بجې د كابل څخه د اسلام آباد هوائي مېدان ته رارسېدلې۔ د پي آئي اے وياند عبدالله خان لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې كابل كښې د نوې حكومت جوړېدو نه پس دا وړومبې بين القوامي پرواز و۔ د امنيت وجوهاتو په بنياد د دې پروازې تر بېرته روانېدو معلومات محدود ساتلي شوي٬ پرواز لپاره د پي آئي اے انتظاميې د افغان حكومت او سول ايوي اېشن او نېټو چارواكو سره لمحه په لمحه رابطه ساتلې او د پي آئي اے سچوئيشن روم څخه د پي آئي اے سي اي او ارشد ملك نيغ په نيغه د آپرېشن څارنه كوله۔ وياند ووئيل چې د موصلاتي نظام كارولو سره د پي آئي اے انتظاميې٬عملې او په زمكه موجود امنيتي ادارو سره منسلك پاتې شوې او د پاكستان وزيراعظم او نور اعلٰی حكومتي عهديداران هم خبر ساتل شوي٬ په پرواز كښې پاكستانيان٬غېر ملكي سفارتي مشن او مهمو نړيوال ادارو خلك رېسكيو كړي شوي دي۔ د مسافرو تر هوائي مېدانه رسنه و اجازت نامې لپاره د پي آئي اے په كابل كښې موجود زمكي عملې انتظامات كړي٬ د پي آئي اے سي اي او ارشد ملك او د انتظاميې نور اعلٰی چارواكي د پرواز هركلي لپاره په هوائي مېدان موجود وو۔ دوي دې مهم پرواز كوآپرېټ كونكې عملې ته شاباشې وركړو او مسافرو ته يې هركلے ووئېلو۔ مسافرو هم د پي آئي اے عملې جذبه او محنت وستائېلو

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا انعام
متعلقہ مضامین
مزید خبریں