صدر مملکت ډاكټر عارف علوی په درې ورځنۍ دوره استنبول ته ورسيدو

image

اسلام آباد 14اګست (اے پی پی) صدر مملکت ډاكټر عارف علوی په درې ورځنۍ دوره د خالي په ورځ استنبول ته رسيدلې۔ د استنبول ګورنر ر علی یرلکایا، اعلیٰ چارواكو او ترکیه كښې د پاکستان سفیر سائرس قاضی په اتاترك هوائي ميدان د صدر مملکت هركلے وكړو۔ د صدر مملکت په راتګ د ترکيې وسله والو ځواكونو يوي چټك ډلي ده ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ صدر مملکت د ترکيې صدر رجب طیب اردوان بلنه د 14 نه تر 16 اګست د تركيې دوره كوي۔ د خپلي دوري په مهال به صدر مملکت د ترکیې صدر سره ملاقات كوي۔ دواړه لارښود به د پاکستان نیوی لپاره د تركيې د اړخه جوړيدونكې وړومبي ملجم کلاس کورویټ پرانسته كوي۔ د دواړه هېوادونو ترمينځه اقتصادی مرستي ودي لپاره صدر مملکت به د ترکيې سوداګرو سره ملاقات هم كوي۔ د خارجه دفتر له مخې دواړه هېوادونه خپلو كښې ښه اړيكي لري او د صدر مملکت د تركيې دورې سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحکمې شي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں