د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې په آزاد جمو و کشمير كښې د حكومتي اصلاحاتو پحقله غونډه

image

اسلام آباد20اګست (اے پي پي) د آزاد کشمير حکومت اقتصادي پرمختګ٬ روزګار وركول٬ غذائي تحفظ٬ سروس ډيليوري ښه كول، ادارہ جاتي اصلاحات او د قانون سرلوړۍ لپاره لائحه جوړه كړې ده۔ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې په آزاد جمو و کشمير كښې د حكومتي اصلاحاتو پحقله غونډه وشوه چې پكښې د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور، د آزاد کشمير وزيراعظم سردار عبدالقيوم نيازي، د آزاد کشمير چيف سېكتر او نورو اړوند چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې ووئيل شول په آزاد کشمير كښې په لويه كچه اصلاحاتو لپاره لائحه جوړه كړې شوې ده او دا به په دوه پړاٶنو كښې نافذ كولې شي٬ په وړومبي پړاٶ كښې په شپږ مياشتو كښې په ښاريو كښې د صفائۍ نظام بحالي، د نالو او نهرونو صفائي ٬ د تجاوزاتو خاتمه ٬ د تعليم او صحت په څانګو كښې اصلاحات٬ د انفراسټركچر بحالي او بيا رغونه او د پاكو اوبو د موجوده نظام بحالي شامل ده۔ ذكر شوې لائحه به په اوونيزه توګه په منصوبه بندۍ عمل كولو سره په ټاكلې موده كښې باوري كولې شي۔ په دوېم پړاٶ كښې د اوږدې مودې اصلاحات شامل دي٬ اقتصادي پرمختګ او د روزګار وركړې لپاره صنعتي پرمختګ، کاروبار كښې آسانۍ پېدا كول او د سېلګرۍ ودې لپاره به اقدامات كولې شي۔ غونډه خبر كړې شوه چه د غذائي تحفظ لپاره لائيو سټاك٬ فلوري كلتور، هارټي كلتور او کچن ګارډننګ ته به وده وركولې شي۔د دې نه علاوه د نيمګړو منصوبو زره تر زره بشپړتيا ٬ د جديد ټېكنالوجۍ د لارې د صحت او تعليم څانګو مانيټرنګ٬ د برېښنا په موجوده نظام كښې بهتري٬ د ټېكس په نظام كښې اصلاحات او د قانون سرلوړۍ لپاره اقدامات هم د لائحې برخه دي۔ وزيراعظم عمران خان د قانون د سرلوړۍ په اهميت زور رواړلو سره ووئيل په فلاحي رياستونو كښې شتمندو او بې وسو لپاره قانون يو رنګ وي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د سېلګرۍ ودې لپاره بشپړه لائحه جوړولو سره په دې عملدرآمد باوري كېږي۔

مضمون کا ماخذ : apostas dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں