اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) پاكستان د مقبوضه كشمير په په كولګام سيمه كښې د نښتې په اړه د هندي چارواكو غېر ذمه وار او ګمراه كوونكې بيان رد كړے په كوم كښې چې په پاكستان بې بنسټه او د دروغو تورونه لګول شوي دي. د خالي په ورځ د خارجه دفتر وياند ووئيل چې دا خبره د ټوقو پشان ده چې د هند حكومت بغېر د كوم تحقيق نه يو ځل بيان په پاكستان سنګين تورونه لګولي دي. دا د پاكستان په ضد د هندي حكومت او مېډيا د بې بنسټه پروپېګنډا او تورونو لګولو د كمپائن يوه بله عكاسي ده. وياند ووئيل چې د دې تورونو د لارې د مقبوضه جمو كشمير د اولس د آزادې د هڅو كمزورې كولو هڅه كولې شي. وياند ووئيل چې پاكستان په هند ټينګار كوي چې د هغه دې د پاكستان په ضد د غندنې وړ پروپېګنډې نه ډډه وكړي. كه د هند لخوا هر څومره دروغ ووئيل شي ، دې سره په مقبوضه كشمير كښې د هند د سنګين جرائمو څخه پام نه شي ګرځول كېدے.