د ټېكنالوجۍ د څانګې په برآمداتو كښې اضافه د حكومت په وړومبو ترجيحاتو كښې شامل ده۔د وزيراعظم عمران خان د سپېشل ټېكنالوجۍ زونز اتهارټۍ چيئرمېن عامر هاشمي سره خبرې

image

اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې د ټېكنالوجۍ د څانګې په برآمداتو كښې اضافه د حكومت په وړومبو ترجيحاتو كښې شامل ده٬حكومت د انفارمېشن ټېكنالوجۍ سره تړلې افرادي قوت لپاره آسانيې باوري كوي۔ده دا خبرې د سپېشل ټېكنالوجۍ زونز اتهارټۍ چيئرمېن عامر هاشمي سره په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې وزيراعظم سره د ګل په ورځ ملاقات وكړو۔د اتهارټۍ چيئرمېن وزيراعظم ته ووئيل چې ملكي او غېر ملكي كمپنۍ په ټېكنالوجي زونز كښې سرمايه كاري كول غواړي۔د وفاقي پايه تخت نه پس به په صوبائي سرښارونو كښې زونز جوړولې شي۔وزيراعظم ووئيل چې د ټېكنالوجۍ د څانګې په برآمداتو كښې اضافه د حكومت په وړومبو ترجيحاتو كښې شامل ده٬حكومت د انفارمېشن ټېكنالوجۍ سره تړلې افرادي قوت لپاره آسانيې باوري كوي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں